ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې درې وسلوال طالبان ووژل شول

23 Apr 2012 - 17:34
23 Apr 2012 - 17:34

پل علم (پژواک ۴ غويى ۹۱): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ له غړو سره د وسلوالو په نښته کې درې وسلوال طالبان ووژل شول او د دې کورنۍ دوه غړي ټپيان شول.

 د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار (د غويې څلورمه) د محمداغې په سرخاب کلي کې پېښه شوې ده.

 د ده په وينا، درېيو وسلوالو طالبانو د دې کورنۍ د يوه کس د نيونې، چې د نظم عامه پوليسو يو صاحب منصب دى او په دې کور کې د مېشتېدو په موخه، پر دې کور بريد وکړ.

 روغ لېوني زياته کړه چې د دې کورنۍ غړو د بريدکوونکو په وړاندې مقاومت وکړ او هغوى ټول يې ووژل؛ خو په ترڅ کې د دې کورنۍ پلار او مور هم ټپيان شول.

  د لوګر امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال رييس خان صادق، پژواک ته وويل چې د دې پېښې ټپيان د کابل ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 هغه زياته کړه چې له بريدکوونکو څخه درې کلاشينکوفونه، مخابره او يوه اندازه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.

  د سيمې يوه اوسېدونکي دلاور پژواک ته وويل: ((د سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې وي، زمونږ د ګاونډي له کور څخه د ډزو غږ اورېدل کېده او مونږ هم ورغلو.))

 د ده په وينا، د دوى د ګاونډي يو زوى د نظم عامه په پوليسو کې دنده لري او تر يوې مودې وروسته کور ته راغلى و، چې پر موټرسايکل سپرو وسلوالو طالبانو يې پر کور بريد وکړ.

 دغه کس څرګنده کړه چې پوليسو د طالبانو مړي له ځان سره وړي دي.

 وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

  له بلې خوا، د لوګر پوليسو د دې ولايت له خوشي ولسوالۍ څخه يوه اندازه مهمات او چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل.

 د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني، پژواک ته وويل چې دا مهمات د دې ولسوالۍ د مرکز په يوه کارېز کې ځاى پرځاى شوي وو.

 هغه څرګنده کړه چې په دې مهماتو کې ١٥ پرسونل ضد ماينونه، لس د وسايطو ضد ماينونه، پنځه د هاوان مرمۍ، لس ميزاييل مرمۍ، يوه اندازه لين او ريموټ شامل دي.

 روغ لېوني د دې خبرې په څرګندولو سره چې د دې پېښې په تړاو څوک نيول شوي نه دي، وويل چې وسلوالو مخالفينو غوښتل له دې مهماتو څخه په ورانکارو کړنو کې ګټه پورته کړي.

 د يوه بل خبر له مخې، د  نيمروز  ولايت په دلارام کې د طالبانو يو قوماندان د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

 د دلارام ولسوال انجنير خداداد پژواک ته وويل، چې پوليسو نن سهار د ملا عبدالصمد په نوم د طالبانو يو قوماندان له يوه کرولا موټر سره د دې ولسوالۍ د مرکز شاوخوا نيولى دى.

 هغه زياته کړه، چې د دې قوماندان له موټر څخه درې کلاشينکوفونه او يوه مخابره ترلاسه شوې ده.

 طالبانو په دې اړه تراوسه کوم نظر نه دى څرګند کړى.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version