ايبک (پژواک ٢٨ ورى ٩١): په سمنګان کې د دوو ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او اته ټپيان شول.
د سمنګان د ترافيکي پېښو امر څارمن عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ٥ بجې يو کرولا ډوله موټر د کابل – مزارشريف د لويې لارې په اوږدو کې د ايبک د دلخکي په سيمه کې له ټانکر موټر سره ټکر وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د کرولا موټر دوه سپرلۍ وژل شوې او څلور نورې يې ټپي شوې دي.
څارمن عبدالرازق وويل، چې دويمه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د يادې لارې په اوږدو کې د دې ولايت د مرکز په لرغان کلي کې رامنځ ته شوه.
نوموړي وويل، يو کرولا له يو ټانکر سره وجنګېده، چې په ترڅ کې يې د کرولا موټر څلور سپرلۍ ټپي شوې.
په ورته وخت کې د سمنګان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر شفيع الله اميرى يادې شوې دواړه پېښې تاييد کړې او ويې ويل، چې د لومړۍ پېښې له ځاى څخه د يوې ښځې او سړي مړي او څلور ټپيان، چې يوه ښځه، يو ماشوم او دوه نارينه په کې شامل دي، د خپلوانو په مټ يې د بلخ ولايت حوزوي روغتون ته راوړل شوي دي.
د اميري په وينا، له دويمې پېښې څخه څلور ټپيان چې روغتيايي حالت يې نازک دى، د سمنګان ولايتي روغتون ته راوړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند سيمه کې د يو کرولا موټر د اوښتو له امله، اووه کسان چې د يوې کورنۍ غړي او د فراه ولايت اوسېدونکي وو، له مرګ ژوبلې سره مخ شول.
د سمنګان ولايت مسوولين د دې پېښو د رامنځ ته کېدو لاملونه د موټر چلوونکو بې باکي، د سړک کم سور او د مزار–کابل د لارې په اوږدو کې د موټرو زياته ګڼه ګوڼه بللې او وايي، کله چې د ناټو اکمالات د شمال له لارې کېږي، په دې لار کې ترافيکي پېښې څو برابره شوې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن