بروکسل (پژواک ۳۰ وری ۹۱): د افغانستان په ګډون د ناټو او ايساف د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوه.
له بروکسل څخه د پژواک اژانس خبريال راپور ورکوي، چې د افغانستان پر وخت ١٢ بجې او ٤٥ دقيقې د افغانستان په ګډون د ناټو او ايساف د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوه.
د د نوموړي په خبره، ياده غونډه د ناټو د عمومي سرمنشي راسموسن په وينا پيل شوه، چې لومړۍ به په کې د ناټو اړوند موضاعاتو باندې خبرې کېږي، ورپسې د ايساف او بيا به د افغانستان په مسئله هم خبرې وشي.
د افغان پلاوي يوه کس پژواک اژانس ته د نوم نه ښودو په شرط وويل، چې د افغانستان په اړه به له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه وروسته د افغان ځواکونو پر کمښت خبرې وشي.
په بروکسل کې د ناټو سازمان د مرکزي دفتر يوه لوړ پوړي چارواکي د وري په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د افغانستان، امريکا، بريتانيا، جرمني او ګڼ شمېر نورو هېوادونو د دفاع او بهرنيو چارو وزيران برخه اخيستې ده.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمی رسول او د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ به له خپل پلاوي سره ګډون کوي.
نوموړی وايي، چې د غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو سازمان اړوند هېوادونه د خپلو اړوند موضوعاتو په اړه خبري او بحثونه کوي، خو دويمه ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې ده.
د هغه په وينا، د ناټو د وزيرانو په دې غونډه کې د افغانستان په اړه په درېيو مهمو موضوعاتو خبرې کېږي، لومړی د امنيت د لېږد د چارو ارزونه او د درېيم پړاو پيلول، له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو په رول او درېيم دا چې له دغه کال وروسته افغان ملي ځواکونو ته د مالي تمويل او لګښتونو برابرول دي.
نوموړی وايي، چې افغان وزيران به په دې غونډه کې د امنيت، بيارغونې او سياسي پرمختګ په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي.
د ناټو سرچينې زياته کړه، چې د دې غونډه پر مشورو، وړانديزونو او هوکړو باندې به د شيکاګو په غونډه کې پرېکړې کېږي.
د مرکزي اسيا لپاره د ناټو ځانګړي استازي او د ناټو د عمومي منشي راسموسن سياسي سلاکار جېپسن اپاتوري له غونډې مخکې افغان خبريالانو ته د منځنۍ اسيا له لارې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو په اړه معلومات ورکړل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن