بروکسل (پژواک ۱۴ لېندۍ ۹۱): د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه شېبه مخکې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې، د ناټو په مرکز کې پيل شوه.
د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن پرون ماښام د پژواک خبري اژانس په ګډون د افغاني ژورنالېستانو له څلور کسيزې ډلې سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال وويل، چې د دې غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو سازمان او روسيې د ګډې شورا ترمنځ خبرې وشي.
دغه راز نوموړي وويل، چې په لومړۍ ورځ د ترکيې، سوريې او جورجيا په اړه هم خبرې کېږي.
د راسموسن په وينا، د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په دويمه ورځ به د ناټو ترڅنګ د ايساف اړوند د ۵۰ هېوادونو، د پاکستان، جاپان، هندوستان او يو شمېر نورو هېوادونو په ګډون به د افغانستان په اړه هم خبرې وشي.
نوموړي زياته کړه، د غونډې ګډونوال به افغان ملي ځواکونو ته د امنيت د لېږد، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت او په ځانګړې توګه تر ياد کال وروسته د افغان ملي ځواکونو د دوامداره تمويل په موخه خبرې او بحث وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول هم د غونډې په دويمه ورځ په غونډه کې برخه واخلي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره مېرمن حنا رباني کهر لا د مخه بروکسل ته را رسېدلې او پرون يې د ناټو له سرمنشي راسموسن سره د افغانستان او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ځانګړې خبرې هم کړې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن