ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند كې ۲۰۲ ميله وسلې ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې

19 Apr 2012 - 13:02
19 Apr 2012 - 13:02

لښـکرګاه (پژواک ٣١ ورى ٩١): د هلمند د ملي امنيت رياست د ملي دفاع وزارت د بې وسلې كولو پروګرام (ډاياګ) ته ۲۰۲ ميله سپكې او درنې وسلې وسپارلې.

د هلمند ولايت د دفتر رييس محمد لعل احمدي د وري په ۳۱مه پژواك اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت منسوبينو دغه وسلې د هلمند په بېلابېلو سيمو كې د عملياتو او ځانګړو پلټنو پر مهال د تېر۱۳۹۰ لمريز كال په اوږدو كې ترلاسه كړې وې.

د هغه په وينا، دغه وسلې نن رسماً د ملي دفاع وزارت د بې وسلې كولو يا ډاياګ پروگرام ته وسپارل شوې.

نوموړي زياته کړه، چې له يادو وسلو سره په تړاو شاوخوا ٤٠ تنه هم نيول شوي، چې يو شمېر يې قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي او ځيني تر پوښتنو لاندې دي.

دى وايي، چې په دغو وسلو كې ۵۸ تومانچې، ۳۷ كلاشينكوفونه، شپږ راكټ انداز، دوه برنو ټوپک، دوه ډي پي ټوپک، يوه پيكا، دوه سل ډزي، يو سلطاني، ۴۹ ميله ۳۰۳ بر ټوپك، يو تيربند ټوپك، دوه جي سي ټوپك، درې كربين، يو موش كش، ۴ صرفي ټوپك، ۲۶ ميله چره ييز ټوپك شامل دي.

احمدي زياته کړه، چې په دغه ولايت كې د امنيتي ځواكونو په هلوځلو او د خلكو په همكارۍ د وسلوالو مخالفينو فعاليتونه كم شوي او له همدې امله د لويو امنيتي پېښو مخه نيول شوې ده.

په هلمند كې د ملي دفاع وزارت د ډاياګ د پروسې مسوول ډګرمن محمدنسيم پژواک اژانس ته وويل، هغه وسلې چې تخنيكي ستونزې ونه لري، بېرته د اداري پروسې له ترسره كولو وروسته امنيتي ځواكونو ته وركول كېږي.

د هغه په وينا، هغه وسلې چې د جوړېدو وړ وي جوړېږي او كه د جوړېدو وړ نه وي له منځه وړل كېږي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دغه مهاله په هلمند ولايت كې د ملي امنيت او امنيه قوماندانۍ له خوا ټولې ۱۳۶۵ ميله سپكې او درنې وسلې د ډاياګ پروسې ته سپارل شوې دي.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د هلمند د امنيه قوماندانۍ له خوا هم سلګونه ميله سپكې او درنې وسلې د ډاياګ پروسې ته سپارل شوې وې.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version