ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه د امنيتي حالاتو په اړه له اړوند ارګانونو څخه د معلوماتو غوښتونکې شوه

22 Apr 2012 - 15:42
22 Apr 2012 - 15:42

کابل (پژواک ٣ غوايى ٩١): مشرانو جرګه امنيتي حالات ترينګلي بولي او وايي، چې امنيتي ارګانونه دې په اړه د راتلونکې سې شنبې په ورځ دغې جرګې ته معلومات ورکړي.

جرګه دا پرېکړه وروسته له هغه کوي، چې تېره اونۍ وسلوالو طالبانو د کابل ښار په درېيو برخو، د لوګر، ننګرهار او پکتيا په مرکزونو کې پر دولتي او بهرنيو ادارو ډله ييز ځانمرګي او وسلوال بريدونه وکړل، چې په ځينو سيمو کې يې نږدې شل ساعته دوام درلود.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چې په دغو بريدونو کې ٣٦ بريدکوونکي، ٤ ملکي وګړي او ١١ افغان سرتېري وژل شوي، ٣٢ ملکي وګړي او ٤٢ سرتېري ټپيان شوي دي.

په مشرانو جرګه کې د تخار استازي مولوي عبدالوهاب عرفان نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې په دې وروستيو کې د هېواد امنيتي حالات ترينګلي شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې وسلوال مخالفين په بريدونو کې د دولت د کشفي او استخباراتي ارګانونو له کمزورۍ ګټه اخلي.

هغه وايي، که کشفي او استخباراتي ارګانونه په خپلو دندو کې پياوړي واى نو وسلوالو مخالفينو نه شواى کولاى، چې مهمو دولتي ودانيو ته څېرمه سنګر ونيسي.

تېره يکشنبې وسلوالو مخالفينو د کابل ښار په شېرپور، نهمه حوزه او د دارلامان پر سړک له لوړ پوړو نيم کاره ودانيو څخه د ملي شورا د ودانۍ پر ګډون ځيني نورې دولتي او د بهرنيو موسسو ودانۍ تر بريدونو لاندې راوستې.

عرفان زياته کړه: ((دغو بريدونو وښوده، چې وسلوال په هر ځاى کې چې وغواړي، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ځاى نيولاى شي.))

په ياده جرګه کې د بدخشان استازې ګلالى اکبري هم ورته نظر لري او وايي، چې حکومت بايد د کشفي او استخباراتي ارګانونو د پياوړي کولو لپاره هڅې وکړي، ترڅو د داسې بريدونو مخه ونيول شي.

اکبري زياته کړه: ((موږ هم بايد پر امنيتي ځواکونو فشار راوړو ترڅو خپلې وروستۍ هڅې د امنيت د ټينګښت لپاره وکړي.))

په مشرانو جرګه کې د باميانو استازى هدايت الله رهايي وايي، چې په ښارونو کې دغه شان بريدونه د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ د نه همغږۍ له امله ترسره کېږي.

دى وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه د بريدونو د پلانونو د شنډولو او کشف وړتيا نه لري.

خو په ياده جرګه کې د پکتيا استازى عبدالحنان حق ويون بيا وايي، چې ملکي خلک له طالبانو سره پوره همکاري لري او دغه کار د دې لامل شوى چې مخالفين په ښارونو کې بريدونه ترسره کړي دي.

هغه وايي: ((دا هغه ملکي خلک دي، چې ملي اردو، پوليسو يا ملي امنيت او يا هم امريکايانو په بېلابېلو ډولونو ځورولي دي.))

د ده په وينا، په هېواد کې به هغه مهال امنيت ټينګ شي، چې ټولنيز عدالت رامنځته شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل: ((په دې وروستيو کې په هېواد کې امنيتي حالات ډېر زياته خراب شوي او هره ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې بريدونه کېږي، ځوانان او سپين ږيرى ترور کېږي.))

هغه د غونډې په پاى کې وويل، چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ دې د ملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ، د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال بسم الله محمدي او د ملي امنيت مشر رحمت لله نبيل دغې جرګې ته حاضر او په هېواد کې دې د وروستيو بريدونو او نا امنيو په اړه معلومات ورکړي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version