ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه راتلونکي سې شنبې نوي امنيتي مسوولين ورغواړي

18 Sep 2012 - 16:13
18 Sep 2012 - 16:13

کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩١): مشرانو جرګه د راتلونکې سې شنبې په ورځ نوي امنيتي چارواکي ور وغواړي، تر څو د امنيتي حالاتو د کابو کولو په اړه خپل پلانونو له جرګې سره شريک کړي.
د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دې جرګې يو شمېر غړو د هېواد امنيتي حالات ترينګلي وبلل.
په دې جرګه کې د ميدان وردګو ولايت استازي سيدمحمد سعيدي وويل، چې په دې وروستيو کې د غزني، دايکنډي، باميانو او ميدان وردګو ولايتونو د لويو لارو امنيت ډېر خراب شوى دى.
ده د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې د امنيتي ستونزو له امله د ميدان وردګو ولايت په ځينو سيمو کې زده کوونکي ښوونځيو ته نه شي تلاى او ښځې هم له کوره نه شي وتلى.
دغه راز په مشرانو جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن وويل، چې په تېرو شپږ و مياشتو کې د هېواد په کچه امنيتي حالات ډېر خراب شوي دي.
هغې وويل، چې په ياده موده کې يواځې په فراه کې د بهرنيو او افغان ځواکونو او وسلوالو مخالفينو په بريدونو کې ٢٠٠ ملکي وګړي وژل شوي دي.
دې زياته کړه، چې د امنيتي ارګانونو ترمنځ نه همغږۍ يو له هغو لاملونو ده، چې امنيتي ګواښونه يې ډېر کړي دي.
په مشرانو جرګه کې د کابل استازي نثار حارس هم وايي، چې په هېواد کې امنيتي حالات ورځ تر بلې د خرابېدو خوا ته روان دي.
د ده په وينا، له دې امله چې په ٢٠١٤ کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، په کار ده چې افغان ځواکونه د امنيت په ټينګښت کې ډېرې هڅې وکړي.
د غونډې په پاى کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، د جرګې د رييسانو کمېټې پرېکړه کړې، چې نوي امنيتي چارواکي بايد د امنيتي حالاتو د خرابېدو په اړه راتلونکې سې شنبې جرګې ته معلومات ورکړي او د مخنيوي لپاره يې خپل پلانونه وړاندې کړي.
ولسي جرګې د تېرې شنبې په ورځ د ملي دفاع د وزير په توګه بسم الله محمدي، د کورنيو چارو د وزير په توګه مجتبى پتنګ او د ملي امنيت عمومي رييس په توګه اسدالله خالد ته د باور رايه ورکړه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version