ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د هېواد د سياسي نظام په اړه د بهرنيانو څرګندونې لاسوهنه وبلله

23 Apr 2012 - 15:58
23 Apr 2012 - 15:58

کابل (پژواک ٤ غويى ٩١): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، په افغانستان کې د سياسي نظام د ډول په اړه د بهرنيو اتباعو هر ډول څرګندونې غندي او د هېواد په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه بولي.

تېره ورځ کابل ته د امريکا د کانګرس راغلو غړو په افغانستان کې د ملي جبهې له غړو سره تر کتنې او خبرو وروسته رسنيو ته په ګډه وينا کې په افغانستان کې د پارلماني نظام پر رامنځته کېدو يو ځل بيا ټينګار وکړ.

د ولسمشر د پخواني مرستيال احمدضيا مسعود په مشرۍ ملي جبهې او د امريکا د کانګرس د يادو غړو د ګډې اعلاميې له مخې، د افغانستان د اوسنيو سياسي ستونزو د له منځه وړو لپاره ښه لاره پارلماني نظام دى.

په دې اعلاميه کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر بشپړې وتنې وړاندې، د افغانستان په سياسي نظام کې د ژورو اصلاحاتو په راوستو ټينګار شوى او ويلي يې دي چې د فساد او د افغانستان په اوسني نظام کې د روڼتيا د نه شتون ريښه، د اوسني نظام په جوړښت کې ده.

خو نن د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند جانان موسى زى په کابل کې په خبري ناسته کې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، د افغانستان خلک حق لري چې د دولت د مخالف نظر په ګډون خپل هر ډول نظر څرګند کړي.

د موسى زي په وينا، د افغانستان قوانينو سياسي احزابو ته دا حق ورکړى، چې د نظام د ښه والي او په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د پياوړتيا لپاره خپل نظرونه، وړانديزونه او طرحې وړاندې کړي.

خو ده په افغانستان کې د سياسي نظام د ډول او د کورنيو مسايلو په اړه د بهرنيو اتباعو هر ډول څرګندونې وغندلې او دا يې د هېواد په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه وبلله.

هغه زياته کړه: “موږ دا څرګندونې غندو او تل مو په صراحت ټينګار کړى چې د افغانستان د برخليک ټاکنې او په افغانستان کې د نظام او دولت د څرنګوالي پر سر بحث يواځې او يواځې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري.”

موسى زي وويل، چې د افغانستان خلک اوسمهال دا واک، وړتيا او توان لري چې خپل برخليک په خپله وټاکي.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې هم د ملي جبهې يو شمېر غړو محمدمحقق، عبدالرشيد دوستم او احمدضياء مسعود په جرمني کې د امريکا د کانګرس له يو شمېر غړو سره په کتنه کې په افغانستان کې د غير متمرکز نظام د رامنځته کېدو غوښتنه کړې وه.

دوى ويلي وو، چې په افغانستان کې بايد د غير متمرکز او کثرت ګرا سيسټم لپاره هڅې وشي او د واليانو واکونه هم بايد ډېر شي.

خو ولسمشر حامد کرزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې ويلي وو، چې افغانستان د سياسي تجربو لابراتوار نه دى او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې په هېواد کې د يوه بل نوي سياسي ازمايښت، پر واقعيت بدل شي.

د افغانستان په اوسني سيسټم (رياستي نظام) کې ولسمشر د دولت په سر کې دى او خپل صلاحيتونه په اجراييه، مقننه او قضايه برخو کې د اساسي قانون په رڼا کې کاروي.

په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو سفارت نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې پرون د کانګرس ځينو غړو د پخوانۍ شمالي ټلوالې له يو شمېر غړو سره شخصي خبرې او ليدنې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، چې په کابل کې د امريکا سفارت نه په دې غونډو او ليدنو کې شريک و او نه يې په تنظيمولو کې لاس درلود.

سفارت وايي، چې د کانګرس غړي، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او نه د بلې کومې اجراييوي ادارې استازيتوب کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کانګرس د دغو غړو نظرونه، چې په يوه شخصي غونډه کې يې څرګند کړي دي، د امريکا د ولسمشر بارک اوباما او د هغه د ادارې نظر نه څرګندوي.

د يادونې ده، چې احمدضياء مسعود د جمهوري رياست په تېره دوره کې د ولسمشر د لومړي مرستيال دنده درلوده، خو کله چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دويم پړاو کې مرستيال ونه ټاکل شو، له حکومت سره د سياسي مخالفت په موخه يې د ملي جنبش له پخواني مشر عبدالرشيد دوستم او د افغانستان د خلکو د ملي يووالي ګوند له مشر محمدمحقق سره يې ملي جبهه جوړه کړه.

عبدالرشيد دوستم او محمدمحقق هم د ١٣٨٧کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له حامد کرزي څخه ملاتړ کاوه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version