ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند او لغمان مسوولينو د ٢٣ وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

24 Apr 2012 - 17:06
24 Apr 2012 - 17:06

لښکرګاه-مهترلام (پژواک ٥ غويى ٩١): د هلمند او لغمان ولايتونو مسوولينو په بېلابېلو عملياتو کې د ٢٣ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکوي، خو طالبان خپله مرګ ژوبله کمه ښيي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د غويي په ۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د افغان او نړيوالو ځواکونو له خوا له تېرو څو ورځو راهيسې د واشير ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې عمليات روان دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د پنځو قوماندانانو په ګډون ٢٠ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د احمدي په وينا، په وژل شوو قوماندانانو کې ملا عبدالله، ملا اسدالله، ملا عبدالخالق، ملا سورګل او مولوي عبدالحق شامل دي، چې ملا سورګل مشهور په ملا عصمت د طالبانو له خوا د واشير ولسوال ټاكل شوى و.

نوموړى وايي، چې د واشير ولسوالۍ تېر كال د دولت له وسلوالو مخالفينو څخه ونيول شوه خو په ځينو سيمو كې يې د دولت د وسلوالو مخالفينو خوځښتونو شتون درلود، چې له همدې امله وخت ناوخت په كې عمليات ترسره كېږي.

د والي وياند وايي، چې په دغو عملياتو كې تر دغه مهاله ګډو ځواكونو ته زيان نه دى اوښتى.

احمدي دغه راز وويل، چې په دې وروستيو كې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ واشير ته د پاكستان له كوېټي ښار څخه د كورني طالبانو ترڅنګ بهرني طالبان هم راغلي، خو وايي چې په وژل شوو كې بهرنيان نشته.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همږغۍ د دفتر مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتك هم ياد عمليات او مخالفينو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړه.

هغه زياتوي، چې په يادو سيمو کې به تر هغه عمليات دوام لري، څو پورې چې ټوله سيمه له وسلوالو مخالفينو پاکه شوې نه وي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په عملياتو کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپي دي.

هغه په دغو عملياتو کې د اتو بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا وکړه.

د يوه بل خبر له مخې، د لغمان د مرکز مهترلام په يوه اړوند سيمه کې تېره شپه درې هغه وسلوال طالبان، چې غوښتل يې د سړک د غاړې ماين ځاى پر ځاى کړي، ووژل شول.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد وسلوال طالبان د مهترلام په بصرام سيمه کې د ګډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ووژل شول.

ده وويل، دغو وسلوالو غوښتل، چې د مهترلام-الينګار پر سړک ماين ځاى پر ځاى کړي، چې ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، چې له يادو وسلوالو څخه دوه ميله کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي او دغه کسان، چې د لغمان اوسېدونکي وو، مړي يې د سيمې د مخورو په غوښتنه کورنيو ته سپارل شوي دي.

د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړۍ لوا د دويم کنډک قوماندان ډګرمن شاه عالم بغلاني پژواک اژانس ته وويل، چې ياد وسلوال طالبان تېره شپه دوه بجې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.

د پېښې د سيمې يوه اوسېدونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې وژل شوي کسان وسلوال طالبان وو او په سيمه کې يې ورانکارې کړنې ترسره کولې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو کسانو د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version