د کونړ والي سيدفضل الله وحيدي د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي امنيت ځواکونو د دغه ولايت لپاره د وسلوالو طالبانو مرستيال والي ملا بصير، مالي مسوول غني او د يوې ولسوالۍ لپاره ټاکل شوى ولسوال عبدالله نيولي دي.
هغه د دغو کسانو د نيولو ځاى او کره نېټه په ډاګه نه کړه خو زياته يې کړه، چې له هغوى څخه پوښتنې پيل شوې او هيله يې څرګنده کړه، چې د دوى په ښودنه به نور طالب وسلوال هم ونيول شي.
د وحيدي په وينا، ملا بصير د لوګر، غني د کونړ او نيول شوى طالب ولسوال د پکتيا ولايت اوسېدونکى دى.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه ادعا رد کړه او ويې ويل، چې د دوى هېڅ قوماندان او چارواکي په کونړ کې نه دي نيول شوي.
بلخوا د هلمند ولايت مسوولينو هم په بېلابېلو عملياتو کې د يو شمېر طالبانو د وژلو او نيولو خبر ورکړى دى.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ پژواک اژانس ته وويل، چې په د ملا طوفان په نوم يو طالب قوماندان له خپلو څلورو ملګرو سره وروسته له هغه ووژل شو، چې تېره شپه طالبانو په سنګين ولسوالۍ کې پر يوې پوستې بريد وکړ.
هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د ولايت له مقام څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي ځواکونو په واشير ولسوالۍ کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون اوه طالبان نيولي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو هغه ادعا کړې چې په سنګين کې يې پنځه بهرني سرتېري په چاودنو کې وژلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن