ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ انسان تښتوونکي و نيول شول

25 Apr 2012 - 15:03
25 Apr 2012 - 15:03

جلال اباد (پژواک ٦ غويى ٩١): د ننګرهار پوليسو يو ماشوم د تښتوونکو له بنده خلاص کړى او په دې تور يې شپږ تنه نيولي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزي رييس مل پاسوال خليل دستيار د غويي په ٦مه په جلال اباد ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې ياد ماشوم د کونړ اصلي اوسېدونکى دى، خو اوس د جلال اباد ښار په جوى هفت سيمه کې ژوند کوي.

د نوموړي په وينا، چې ياد ماشوم خالد او پلار يې حاجي نجيب نومېږي، څه موده وړاندې د څو تنو غلو له لوري تښتول شوى و.

خليل دستيار وويل، چې تښتول شوى ماشوم يې نن د خوګياڼو په ولسوالۍ کې د غلو له بنده راخوشى کړ او خپلې کورنۍ يې ور وسپاره.

خو نوموړي دا ونه ويل، چې ياد کسان يې د خوګياڼو ولسوالۍ په کومه سيمه کې نيولي دي.

جنايي مدير زياته کړه، په دې تور يې شپږ تنه، چې د ننګرهار اوسېدونکي دي له څو ميله وسلو او يوه سرف موټر سره، چې د کابل نمبر پلېټ لري، نيولي دي.

دستيار وايي، چې له يادو کسانو څخه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

د تښتول شوي ماشوم پلار حاجي نجيب الله پژواک ته وويل، چې زوى يې دوه اونۍ وړاندې د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوى و.

هغه زياته کړه: ((د څو ورځو په تېرېدو راته زنګ راغى، ويل يې چې ستا زوى له موږ سره دى او موږ د تحريک طالبان کسان يو،که يو نيم لک ډالر راته رانه کړې، نو زوى دي وژنو او له تاسره به هم ګورو.))

د هغه په وينا، د ننګرهار له امنيه قوماندانۍ سره يې د تښتول شوي زوى خبره شريک کړې وه او د پيسو له ورکولو پرته ورته نن ورځ ور وسپارل شو.

حاجي نجيب الله د قوماندانۍ له پوليسو مننه وکړه، چې د ده د زوى په خوشي کولو کې يې هلي ځلي کړې دي.

تښتول شوي اته کلن خالد پژواک ته وويل، د کور دروزاې ته نږدې يې له خپلو ملګرو سره په لوبو بوخت و، چې د څو کسانو له لوري و تښتول شو.

خالد وويل: ((په خوله يې راته دسمال کېښود او له ځانه سره يې يوړم، تر ١٤ورځو پورې يې راته ډوډۍ هم نه ده راکړې.))

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version