ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له بنده راخلاص شو

يو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له بنده راخلاص شو

author avatar
17 Jul 2012 - 14:58
يو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له بنده راخلاص شو
author avatar
17 Jul 2012 - 14:58

جلال اباد (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): د ننګرهار له هسکې مېنې ولسوالۍ څخه يو اته کلن ماشوم له ٤٠ ورځو وروسته د تښتوونکو له بنده راخوشى شو.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي نن (د چنګاښ ٢٧مه) په دې اړه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وويل، چې اته کلن بلال ٤٠ ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د سوېل ته په پنځه کيلومترۍ کې له مولوي خالص فاميليو څخه تښتول شوى و.

د هغه په وينا، د دغه ماشوم کورنۍ امنيې قوماندانۍ ته خبر ورکړى و او د پوليسو له خوا يې په ٢٢ ولسواليو کې پلټه روانه وه.

نوموړي زياته کړه، چې تښتوونکو په ټيلېفوني اړيکو کې د نوموړي له کورنۍ څخه د درې ميليونه افغانيو غوښتنه کړې وه.

قوماندان وويل: ((نن سهار پوليس وتوانېدل، چې بلال نومى ماشوم د هسکې مېنې ولسوالۍ په اوغز کلي کې د حجت الله په کور کې ومومي.))

د ده په خبره، په هغو عملياتو کې چې پوليسو ترسره کړي، چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى، ماشوم له بنده خلاص او د تښتونې په تور يې درې کسه، چې حجت الله، لال ضمير او ګل محمد نوميږي، هم نيول شوي دي.

ستانکزي وويل، چې له تښتوونکو يو ميل کلاشينکوف او درې ګرځنده ټيلېفونونه هم نيول شوي دي.

د هغه په وينا، ماشوم په رواني لحاظ دومره اغېزمن شوى، چې له هر چا څخه وېريږي.

د تښتول شوي ماشوم تره زربادشاه وويل، چې د غبرګولي په ١٧مه په يوه اسماني رنګه کرولا کې درې تنو هغه وخت د ده اته کلن وراره وتښتاوه، چې د دوى د کور پر وړاندې يې موټر درولى و او د څښاک د اوبو غوښتنه يې کوله.

د هغه په وينا، کله چې د ده زوى له کوره يادو کسانو ته اوبه راويستلې، هغوى يې وراره تښتولى و.

د ماشوم د کورنۍ دغه مشر له پوليسو مننه وکړه، چې د دوى ماشوم يې له تښتوونکو خلاص کړ.

نوموړي زياته کړه، چې له دې امله يې د کورنۍ ټولو غړو ته رواني ستونزه پيدا شوې وه، خو د ماشوم په ليدلو به يې زړونه ټکور شي.

د يادونې ده، چې له څو مياشتو راهيسې په خوګياڼو او شينوارو ولسواليو کې يو شمېر ډلې پيدا شوې، چې خلک تښتوي او د خوشي کېدو په بدل کې يې بيا د پيسو غوښتنه کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.