ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ ماين خښوونکي ووژل شول

29 Apr 2012 - 11:21
29 Apr 2012 - 11:21

ميدانښار-جلال اباد (پژواک ١٠ غويى ٩١): افغان او ايساف ځواکونو په دوو بېلابېلو هوايي بريدونو کې د شپږو ماين خښوونکو د وژلو خبر ورکړ.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ولايت د مرکز ميدان ښار اړوند د زيبداغ په سيمه کې وسلوالو مخالفينو غوښتل، چې په لويه لاره کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان د ايساف ځواکونو له خوا له په نښه کېدو وروسته تر هوايي بريد لاندې راغلل، چې په ترڅ کې يې څلور تنه ووژل شول.

د شاهدالله په وينا، وژل شوي ټول د ميدان ښار اوسېدونکي دي او مړي د سيمې د اوسېدونکو له خوا يوړل شول.

نوموړى وايي، چې له هغوى څخه وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د دغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د افغان او نړيوالو ګډو
ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې څلور وسلوال مخالفين له وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

د والي وياند وايي، چې دغه عمليات تېره شپه د سيداباد ولسوالۍ په لوړې سيمه کې ترسره شوي دي.

بلخوا د افغانستان په ختيځ کې هم ايساف ځواکونو د يوه هوايي بريد په ترڅ کې دوه ماين خښوونکي وژلي دي.

په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه پنځو وسلوالو مخالفينو غوښتل، چې په غني خېلو ولسوالۍ کې ماينونه ځاى پرځاى کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دوى په هوايي بريد کې د هغو دوه تنه وژل شوي او درې نور ژوندي ونيول شول.

د غني خېلو ولسوال عيسى خان ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريد د ولسوالۍ د ٢٧مې ويالې په سيمه کې ترسره شوى دى.

هغه زياته کړه، چې وژل شوي وسلوال مخالفين دي، خو ملکي وګړو ته په دې پېښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version