جلال اباد-ميدانښار (پژواک ١٦ غويى ٩١): د ميدان وردګو او نورستان ولايتونو ځايي مسوولينو په بېلابېلو عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون د اتو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړ.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ايساف ځواکونو د سيداباد ولسوالۍ په باقرخېلو سيمه کې هوايي عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د يوه قوماندان په ګډون اوه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې له وژل شوو مخالفينو يوه اندازه وسلې او مهمات هم په سيمه کې پاتې شوي دي.
د سيداباد ولسوال ډاکتر فضل کريم پژواک ته وويل، چې پرون له غرمې وروسته ياده ډله وسلوالو طالبانو د افغان او ايساف ځواکونو پر ګـډې ګزمې د بريد تيارى نيولى و، چې د ايساف هوايي ځواک له خوا په نښه او تر بريد لاندې راغى.
د هغه په وينا، په وژل شوو کې د هغوى يو مهم قوماندان ملا بلال هم شامل دى.
ولسوال وايي، چې په دغه هوايي بريد کې د وسلوالو مخالفينو دوه سرف او يو سراچه موټر هم له منځه تللي او د وژل شوو کسانو مړي د سيمې خلکو وړي دي.
بلخوا د نورستان چارواکو هم د لوېديځ نورستان پر يوه پوسته د بريد پر مهال په ځوابي بريد کې د يوه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړى دى.
د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله خان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ملا شېرمحمد په نوم دغه طالب قوماندان هغه مهال ووژل شو، چې له يوې شل کسيزې ډلې سره د لوېديځ نورستان نورګرام ولسوالۍ په يوه امنيتي پوسته يې بريد کاوه.
غلام الله وويل، چې ملا شېرمحمد د ملا علاوالدين او عبدالحق د طالب قوماندانانو سرګروپ دى، چې له شل کسيزې ډلې سره يې په دوران پوسته بريد پيل کړى و.
د هغه په وينا، په دغې پېښه کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د وژل شوي مړى يې د سيمې قومي مشرانو ته سپارلى دى.
د نورګرام ولسوال ډاکتر مهرالله پژواک ته وويل، چې طالب قوماندان ملا شېرمحمد د دواب ولسوالۍ د ګاګل کلي اوسېدونکى دى.
ولسوال زياته کړه، وړاندې تر دې چې طالبان پر دولتي پوسته بريد ترسره کړي په کومه خپلمنځي خبره يې لانجه راغلې وه او د دواړو ګروپونو په متقابلو ډزو کې ملا شېرمحمد وژل شوى دى.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن