ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سيداباد کې د دولت پنځه وسلوال مخالفين ووژل شول

11 Oct 2012 - 18:03
11 Oct 2012 - 18:03

ميدان ښار (پژواک، ٢٠ تله ٩١): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې د دې ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې پنځه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد د تلې په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښې د سيد اباد په شنيز او حمزه خېلو سيمو کې رامنځ ته شوې دي.

د سيد اباد ولسوال ډاکټر فضل کريم مسلم هم پژواک ته وويل، چې بېګا شپه د دې ولسوالۍ په شنيز سيمه کې د ګډو ځواکونو له لوري عمليات ترسره شول، چې له امله يې دوه وسلوال مخالفين ووژل شول.

نوموړي زياته کړه، له مخالفينو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د سيداباد ولسوال وايي، چې نن له غرمې مخکې وسلوالو مخالفينو د دې ولسوالۍ اړونده د ملي اردو د حمزه خېلو پر پوستې بريد وکړ، چې د نښتې په ترڅ کې درې وسلوال مخالفين ووژل شول.

د مسلم په وينا، د وژل شويو وسلوالو جسدونه په سيمه کې پاتې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې دوه پاکستاني وسلوال طالبان او بل تن د سيمې وسلوال طالب دى.

پرون هم د دې ولايت په جغتو ولسوالۍ کې څلور وسلوال مخالفين د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي وو.

بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په سيداباد کې د يوه وسلوال طالب د وژلو او د بل د ټپي کېدو پخلى کوي.

نوموړى ادعا لري، چې نن له غرمې مخکې يې د دغې ولسوالۍ د اونخې درې په سره قلعه سيمه کې پر بهرنيو سرتېرو د بريد په ترڅ کې دوه بهرني عسکر وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

ده زياته کړه، چې له دې بريد وروسته الوتکو په سيمه کې بمباري هم کړې ده.

خو ايساف تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version