ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې ددولت نهه وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

24 Sep 2012 - 11:30
24 Sep 2012 - 11:30

ميدان ښار (پژواک، ٣ تله ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په چک او سيداباد ولسواليو کې د بېلابېلو پېښو له امله شپږ وسلوال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د سيداباد ولسوال ډاکتر فضل کريم مسلم د تلې په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ګډو ځواکونو د دغې ولسوالۍ د چنګي په سيمه کې عمليات ترسره کړل، چې د ګلاب شاه او نازک مير په نومونو دوه وسلوال مخالفين په کې ووژل شول.
د هغه په وينا، دغه راز د يادې ولسوالۍ د هفت اسيا په سيمه کې تېر مازيګر د شخصي امنيتي کمپنۍ او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته وشوه، چې د ملي اردو سرتېري هم د مرستې لپاره ورغلل.
نوموړي زياته کړه، چې د دغې نښتې په پايله کې يو وسلوال طالب وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي.
ولسوال وويل، چې د نښتې پر مهال يو راکټ، يو کلاشينکوف، يوه تومانچه، يوه مخابره او درې موټر سايکلونه هم له وسلوالو څخه نيول شوي دي او په يادو نښتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړيو ته زيان نه دى رسېدلى.
د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې پرون مازيګر ناوخته د چک ولسوالۍ په رشيدانو سيمه کې هم د ګډو ځواکونو او وسلوالو مخالفينو ترمنځ نښته شوې.
د هغه په وينا، ګډ ځواکونه په ياده سيمه کې پر ګزمه بوخت وو، چې وسلوالو مخالفينو پرې بريد وکړ او د ګډو ځواکونو په ځوابي ډزو کې درې وسلوال مخالفين ووژل شول او يو ټپي دى.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه نښته کې د ملي اردو يو سرتېرى برسېرن ټپي او نور چاته په کې زيان نه دى اوښتى.
خو وسلوال طالبان وايي ، چې په چک او سيداباد ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر ګزمه بريد او چاودنې کړې دي .
طالب وياندذبيح الله مجاهدوويل،چې د چک په بريد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات ورنکړل .
دغه راز يې زياته کړه، چې ددغه ولايت په سيداباد ولسوالۍ کي د امنيتي ځواکونو پر ګزمه دوه چاودنې شوې دي.
مجاهد وايي، چې لومړۍ چاودنه تيره ورځ د يادې ولسوالۍ په لوړه سيمه کي د سکورټيانوپه سرف موټروشوه، چې له امله يې موټرويجاړاوپکي سپاره پنځه امنيتي کسان ووژل شول او دويمه چاودنه د هفت اسيا په سيمه کي د ملي اردو په عسکرو شوې، چې په دې چاودنه کي دوه عسکر وژل شوي دي.

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version