ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوګياڼو کې تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

6 May 2012 - 19:46
6 May 2012 - 19:46

جلال اباد (پژواک ١٧ غويى ٩١): د ننګرهار چارواکي وايي، چې نن ماسپښين د قومي مشرانو په منځګړيتوب وتوانېدل د خوګياڼو ولسوالۍ شپږ تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ بيا پرانېزي.

د خوګياڼو ولسوال حاجي سيدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځي د وسلوالو مخالفينو له لوري نه، بلکې د ښوونځيو د چلوونکو له لوري تړل شوي وو.

هغه وويل، دغه ښوونځي وروسته له هغه وتړل شول، کله چې د روانې مياشتې په نهمه، د افغان او ايتلافي ځواکونو په  عملياتود وزيرو د جهادي لېسې په نوم د يوه ښوونځي ښوونکى قاري نصيح الله له طالبانو سره د اړيکو په تور له دوو زامنو او يوه مېلمه سره يوځاى ونيول شول.

ولسوال وويل چې د نصيح الله زامن د دوى په هڅو خوشې شول، خو ښوونکى او مېلمه يې اوس هم له افغان او ايتلافي ځواکونو سره په توقيف کې دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري د معلوماتو له مخې، بېرته پرانيستل شوي ښوونځي د پيره خېلو، خرمنۍ، خير مېنې، وزير جهادي لېسې او د شهيد حضرت خان او شهيد هاشم په نومونو دوه ديني مدرسې دي، چې نږدې څلور زره زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

د خوګياڼو ولسوال وويل، د قومي مشرانو د يوې ډلې او د ولايتي شورا د يوه غړي په هڅو وتوانېدل، چې د خوګياڼو ولسوالۍ تړل شوي ښوونځي د غويي په ١٧مه، د زده کوونکو پرمخ پرانېزي.

حاجي سيدالرحمن وويل، ښوونځيو ته د وسلوالو طالبانو له لوري هېڅ ډول تهديد نه وو او د ښوونځيو ښوونکو د نصيح الله د نيول کېدو په اعتراض ښوونځي تړلي وو.

طالبانو هم د دوى له خوا د دغو ښوونځيو تړل رد کړي وو.

 د خوګياڼو يوه قومي مشر حاجي دين محمد پژواک ته وويل، چې له ولسوال سره يوځاى د قومي مشرانو پنځه ويشت کسيزه ډله له غرمې وروسته يادو ښوونځيو ته ولاړه او له ښوونکو سره تر خبرو وروسته يې عملاً ښوونځي پرانيستل.

د ننګرهار د پوهنې رييس پوهندوى الله داد اسماعيلزي، د ښوونځيو په پرانيستلو کې له قومي او ولايتي شوراګانو څخه مننه وکړه.

د يادونې ده چې تېر کال هم، په دغې ولسوالۍ کې د ښوونکو د نومرو پر سر د ستونزې له امله څو ځله لسګونه ښوونځي تړل شوي وو.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسلوالو مخالفينو له لوري د ښوونځيو د تړل کېدو لړۍ تنده شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د غزني ښار شاوخوا شل ښوونځي د وسلوالو مخالفينو د ګواښ له امله، وروسته له هغه وتړل شول چې ګواکې حکومت پر موټرسايکل کارولو بنديز لګولى دى.

ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ دغه کړنه په کلکه وغندله او زياته يې کړه، دغه کار هغه خلک کوي چې نه غواړي افغانان پر خپلو پښو ودرېږي او اولادونه يې زده کړې وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version