ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميوند کې درې تړل شوي ښوونځي بيا پرانيستل شول

author avatar
23 Feb 2014 - 18:48
author avatar
23 Feb 2014 - 18:48

کندهار(پژواک،٤کب٩٢):د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ناامنيو له امله تړل شوي درې ښوونځي بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.

 ياد شوي ښوونځي له ١٣٨٥ کال راهيسې د ناامنيو او يو شمېر نورو ستونز له امله تړل شوي وو.

 د دغو ښوونځيو د بيا پرانيستلو په موخه يوه پلاوي ميوند ولسوالۍ ته سفر کړى و، چې له سيمه ييزو چارواکو او قومي مشرانو سره يو ځاى يې تړل شوي ښوونځي پرانيستل.

  د کندهار د پوهنې رياست وياند جندالله د کب په ٤مه  پژواک خبري اژانس ته وويل، د ميوند په بېلابېلو سيمو کې د شهداى ميوند لومړنى ښوونځى، شېله لومړنى ښوونځي او د ښامير کلا منځنى ښوونځي نن له اوږد ځنډ وروسته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شول.

 هغه زياته کړه، دغه ښوونځي د ناامنيو، جګړو او نورو ستونزو له امله پوره شپږ کاله تړلي پاتې وو.

 دى وايي، په پرانيستل شوو ښوونځيو کې اوسمهال له ١٠٠ تر ١٥٠ نجونې او هلکان زده کړې کوي.

 د کندهار ولايت د ميوند ولسوال صالح محمد نورزي په دغه ولسوالۍ کې د تړل شوو ښوونځيو په بيا پرانيستل کېدو خوښي وښودله او ويې ويل، چې تر دې وړاندې په دغه ولسوالۍ کې ٦ ښوونځي پرانيستي وو، چې اوس يې شمېر ٩ ته لوړ شو.

 هغه هيله وښودله ، چې د قومي مشرانو او د سيمې د اوسېدونکو په مرسته به د دغې ولسوالۍ پاتې ښوونځي هم پرانيستل شي.

 د ميوند ولسوالۍ لپاره د پوهنې رياست په تشکيل کې ټول ١٤ ښوونځي ټاکل شوي دي.

 د يادې ولسوالۍ د شامير کلا اوسېدونکي محمد انور د ښوونځي په بيا پرانيستل کېدو خوښي وښودله او ويې ويل، چې د ډېرې مودې لپاره يې اولادونو د زده کړې اسانتيا نه لرله.

 هغه پژواک اژانس ته وويل، د سيمې اوسېدونکي په دې  هوکړه شوي، چې د پرانيستل شوي ښوونځي ساتنه به کوي او خپل اولادونه به زده کړو لپاره لېږي.

 نوموړي له چارواکو وغوښتل، چې د پرانيستل شوي ښوونځي لپاره دې مسلکي ښوونکي په دندو وګوماري او زده کوونکو ته دې د کتابونو اسانتياوې برابرې شي.

 د يادونې  ده ، چې دوه  ورځې وړاندې په شاوليکوټ ولسوالۍ کې هم دوه تړل شوي ښوونځي بيا پرانيستل شول.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.