ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه تنه ايران ته د جاسوسۍ په تور ونيول شول

7 May 2012 - 15:33
7 May 2012 - 15:33

کابل ښار (پژواک ١٨ غويى ٩١): يوې امنيتي سرچينې ايران ته د جاسوسۍ په تور د دوو تنو د نيولو او د ريموټ کنټرول ماين نوى سيسټم، چې د ايران د سپاه پاسداران په کارخانه کې جوړ شوى، د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

دغې سرچينې نن (د غويي ١٨مه) هغه ويډويي کېسټه د پژواک خبري اژانس په واک کې ورکړه، چې د سيدکمال او سيد حسين په نومونو د دوو کسانو اعترافات په کې ضبط شوى دى.

يادو افغانانو په دې ويډيويي کېسټه کې د ايران له سپاه پاسداران سره د خپلو اړيکو په درلودو اعتراف کړى دى.

سيدکمال وايي، چې دى په ١٣٧٥کال کې ايران ته کډوال شوى او هلته د سپاه پاسداران په يوه غونډ کې شامل او پوځي زده کړې يې ترلاسه کړې.

نوموړى زياتوي، چې په همدغه کال کې د مجاهدينو حکومت را وپرځېد، ايرانيانو دوى ته يوه طرحه ورکړه، چې په ايران کې يو شمېر افغان کډوال په پام کې لري، څو د سپاه محمد په نوم يوه منظمه سپاه جوړه کړي.

سيدکمال زياتوي، چې وروسته دوى مشهد ته ولاړل او هلته يې له نورو مجاهدينو سره خپل نوم وليکه او ايرانيانو يوه منظم ځواک وروزه او وروسته يې افغانستان ته واستاوه.

ياد نيول شوى تن وايي: ((ما د سپاه محمد غړيتوب درلود او په ١٣٧٩کال کې د ايران له لوري د پوځي فعاليتونو لپاره تخار ته ولېږل شو او د طالبانو د رژيم له نسکورېدو وروسته کابل ته راغى.))

د نوموړي په وينا، له هغه وخت څخه تر اوسه د هغو فعاليتونو په سرته رسولو بوخت و، چې د ايران له خوا ورته دستور ورکول کېده او له حاجي واسع، حجت او حسينى سره، چې د ايران د سپاه پاسداران له خوا ګومارل شوي وو، په اړيکه کې و.

سيد کمال زياته کړه، چې دوه مياشتې وړاندې حاجي محسن د سپاه محمد يوه غړي، هغه ته په کابل کې يو بيک ورکړ، چې هغه وساتي او د اړتيا په وخت کې دې ترې استفاده وکړي.

 هغه وايي چې په بيک کې څلور ريموټ کنټرولونه موجود وو، چې هر يو يې ډول ډول کار ترسره کوي، چې له ياد شمېر څخه يو ډول يې، د پنځو کيلومترو په واټن کې د سړک غاړې ماينونو ته چاودنه ورکوي.

نوموړي دغه ريموټ کنټرولونه په لاس کې اخيستې وو او هر يو يې تشريح کاوه، چې دا هر يو ريموټ کنټرول په يو وخت کې د لسو ماينونو د چولو او ټايم ورکولو ظرفيت لري، چې هغه او ملګرو يې په تهران، مشهد او نورو ښارونو کې په دې اړه زده کړې کړې دي.

هغه وايي، چې دغه ريموټ کنټرولونه يوه برېښنايي سترګه هم لري، چې دغه ډول ريموټ کنټرلونه د هغې دستګاه په وسيله، چې په موټرونو کې نصب دي، هم نه شي شنډ کېداى.

هغه زياتوي: ((دغه ريموټ کنټرولونه يواځې د سپاه پاسداران د سلاح جوړولو په کارخانه کې جوړېږي او کله چې موږ مرکزونو ته د روزنو د ترلاسه کولو لپاره لېږل کېدو، اړ وو چې تورې عينکې په سترګو کړو، څو دغه روزنيز مرکزونه ونه پېژنو.))

سيدکمال زياتوي، چې سپاه پاسداران دمګړۍ د ځوانانو په جلب او جذب بوخت دي، څو يې په افغانستان کې د ورانکارو کړنو لپاره وګوماري او په دې هڅه کې دي، چې اسلامي ګوند ورغوي، څو له وسلوالو طالبانو څخه ملاتړ وکړي.

هغه وايي، چې ايران طالبانو ته د مشهد په شاوخوا سيمو، د زاهدان د خاش او تربت جام په سيمو او د ايران د پلازمېنې تهران په شاوخوا سيمو کې په يو شمېر مرکزونو کې پوځي روزنې ورکوي، چې هلته د افغانانو ترڅنګ، د فلسطين، عراق او لبنان وګړو ته هم روزنه ورکول کېږي.

بل نيول شوى سيدحسين هم وايي، چې ايرانيانو دى په دې نوم، چې امريکا فلسطينيان او عراقيان بدبخته کړي او اوس غواړي چې افغانستان هم بدمرغه کړي، تحريک کړى دى.

نوموړي وويل، چې ده له تېرو څو کلنو راپه دېخوا له کابل څخه د ايران مشهد ته پټ اسناد لېږدول او هر ځل يې د دغو اسنادو له لېږد څخه پيسې هم ترلاسه کولې.

د سيدحسين په وينا، په وروستي ځل د هراتي او حسيني په نومونو دوو کسانو يو ټلويزيون او د غوړيو يو کوتۍ د کابل د کمپنۍ په سيمه کې د هرات-کندهار د موټرونو په تم ځاى کې ور وسپارل.

نوموړى، چې ځان د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکى معرفي کوي، زياتوي، چې وروسته هراتي او حسيني د هغه کور ته، چې د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې دى، ورغلل او هماغو چاودېدونکي توکو يې، چې د غوړيو په پيپ کې وو، له سيم او ريموټ کنټرول څخه چې په ټلويزون کې وو، يو ماين جوړ کړ.

سيد حسين يادونه وکړه، چې وروسته بيا دوى ماين د افشار پر سړک ځاى پر ځاى کړ، څو يې په ريموټ کنټرول والوځوي، خو له الوځولو مخکې د امنيتي ځواکونو له لوري شنډ شو.

دغو دواړو نيول شوو په دې ويډيويي کېسټه کې په خپلو اعترافاتو کې ويلي، چې اوس ورسره يو بل بم هم شته، چې کار ترې نه دى اخيستل شوى، خو هغوى ويلي دي، کوم کارونه يې چې تر دې دمه کړي، پرې پېښيمانه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي امنيت لوى رياست د فارس د دولتي خبري اژانس يو خبريال په کابل کې د جاسوسى په تور د نيولو خبر ورکړى و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوى تن افغان دى او د افغانستان د حکومت پټ اسناد يې په کابل کې د ايران سفارت ته لېږدول.

د يادونې ده، چې د فارس خبري اژانس د ايران ((سپاه پاسداران انقلاب)) اړوند دى.

دې سرچينې د نيول شوي تن نوم ونه ښود، خو زياته يې کړه چې ياد تن له ملي امنيت سره بندي دى او پوښتنې ترې روانې دي.

د يادونې ده، چې کابو پنځه کاله وړاندې امريکايي چارواکو ويلي وو، چې د سړک د غاړي ماينونه په ايران کې جوړېږي، چې د زرهي ټانکونو د ويجاړولو توان لري.

امريکايي ځواکونو دغه ماينونه د هرات د سرحدي سيمو په ګډون په لوېديځو ولايتونو کې ترلاسه کړي وو.

ايراني چارواکو د دې ډول ماينونو جوړول نه و رد کړي، خو ويلي يې وو، چې ايران دولت په کې لاس نه لري.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version