کابل (پژواک ١٤ کب ٩٠): نجيب الله کابلي د ايران پر سپاه پاسداران تور لګوي، چې د نوموړي د ترور پلان لري او د يوې داسې ډلې د خوشې کېدو لپاره هڅه کوي، چې د نوموړي د وژنې لپاره ګومارل شوې وه؛ خو د ايران سفارت دغه ادعاوې بي بنسټه بولي.
په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو پخوانى استازى او د ملي مشارکت د ګوند مشر نجيـب الله کابلي، نن په يوې خبري ناسته کې وويل چې د ايران سپاه پاسداران له تېرو څو کلونو راهيسې هڅه کوي، ترڅو نوموړى ترور کړي.
نوموړي زياته کړه: ((ملي امنيت راته خبر راکړ چې څو ورځې د تلويزيون دفتر ته لاړ نه شم، ځکه ژوند مې په خطر کې دى.))
د ملي مشارکت د ګوند مشر چې د امروز خصوصي تلويزيون د امتياز خاوند هم دى، ادعا وکړه چې د ملي امنيت رياست د تېر کال د زمري په مياشت کې اووه تنه د څه دپاسه ٤٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکو توکو، ٢٣ ميزاييلو، ١٥ ريموټ کنټرولونو، ثانيه سوزې پليتې، سل زره نغدې يورو او دوو موټر سايکلونو سره نيولي وو، چې د ايران د سپاه پاسداران له خوا د نوموړي وژنې ته ګومارل شوي وو.
کابلي نيول شوي کسان د افغانستان وګړي وبلل او زياته يې کړه، چې سپاه پاسداران په دې خاطر د نوموړي د وژنې پلان جوړ کړى و، چې ده څو ځله په کابل کې د ايران پر ضد لاريونونه پر لاره اچولي و.
د ولسي جرګې دغه پخواني غړي وويل، چې د نيول شويو کسانو دوسيې اوس مهال د کابل ښار د درېيمې ناحيې محکمې ته استول شوې دي؛ خو د ايران سفارت او په حکومت کې دننه ځينې کړۍ غواړي هغوى د پيسو په واسطه خوشې کړي.
نوموړي د دغو کړيو نوم وانخيست او ويې ويل: ((لسګونې وړې قضيې چې ترسره کېږي، رسنيو ته خبر ورکول کېږي؛ خو يو کال مخکې اووه تنه زما د ترور په تور نيول شوي، مګر تراوسه د رسنيو له نظر څخه پټ ساتل شوي دي.))
کابلي داسې چاپي پاڼې پژواک خبري اژانس ته ورکړې، چې په کې د ١٣٨٩ کال د ليندۍ په لومړۍ نېټه د ملي امنيت د ١٧مې ادارې په درېيم مديريت کې د تورنو کسانو اعترافات اخيستل شوي او نيول شويو کسانو ويلي دي، چې د سپاه پاسداران د لوړ پوړو افسرانو حاجي محسن، حجت، اقاى حسيني او عبداللهي له خوا جذب شوي او پلان يې درلود، ترڅو پر نجيب الله کابلي باندې بريد ترسره کړي.
همدارنګه د کورني او بهرني امنيت له جرمونو سره د مبارزې د څارنوالۍ رياست د موظف څارنوال د صورت دعوا ليکل شوې کاپي، چې پژواک ترلاسه کړې، ښيي چې سپاه پاسداران هڅه کوي، ترڅو د دغو اووه کسانو په واسطه کابلى ترور کړي.
په دغې کاپي کې راغلي، که څه هم چې دغه دوسيه بشپړه شوې او د پرېکړې لپاره د کابل ښار د درېيمې ناحيې ابتدايه محکمې ته لېږل شوې ده؛ خو تراوسه يې په اړه پرېکړه نه ده شوې.
کابل وايي، که چېرې کومه معامله نه وي، نو ولې موظف قاضي د يادې دوسيې په اړه پرېکړه نه صادروي.
د ملي مشارکت د ګوند مشر له دولت، په کابل کې د ملګرو ملتونو له مرستندويه دفتر (يوناما)، بشري حقونو او مدني ټولنو څخه وغوښتل، ترڅو د يادو کسانو محاکمه په ښکاره توګه ترسره شي.
خو په کابل کې د ايران د سفارت مطبوعاتي مسوول محمد دهقاني د کابلي ادعاوې بې بنسټه وبللې او پژواک ته يې وويل: ((کابلى شهرت ته د رسېدو په خاطر دغه کار کړى، ښه به دا وي چې هغه له نورو لارو څخه کار واخلي، ترڅو شهرت ترلاسه کړي.))
دهقاني وايي، چې د کابلي څرګندونې د ايران دولت ته ارزښت نه لري او افغان دولت د هغه پر موخې پوهېږي.
په همدې حال کې د ملي امنيت لوى رياست وياند لطف الله مشعل په دې اړه پژواک ته وويل، چې نه شي کولى د يادو اووو کسانو نيونه تاييد او يا رد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه کاله مخکې، وروسته له هغه چې نجيب الله کابلى د کابل د کاريز مير په سيمه کې د سړک غاړې د ماين له چاودنې څخه روغ ووت، ادعا وکړه چې ياد کار د ايران د سپاه پاسداران له خوا پلان شوى و.
د ايران سپاه پاسداران د هغه هېواد له پوځ څخه جلا ځواک دى او د سپاه قدس په نوم يوه بله څانګه هم لري، چې په دې وروستيو کې غربي هېوادونو، سپاه قدس په عراق او سوريې کې د لوېديځ له مخالفينو سره په مرستې تورنه کړې ده.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن