ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قضايه قوې د تشکيل ، صلاحيت او دندو قانون د تعديل طرحه تصويب شوه

7 May 2012 - 16:16
7 May 2012 - 16:16

کابل ( پژواک ١٨ غويى٩١): ولسي جرګې د قضايه قوې د تشکيل ، صلاحيت او دندو قانون د تعديل طرحه تصويب کړه  ،چې له مخې يې قاضيان نه شي کولاى له ٦٥ کلنۍ وروسته دنده تر سره کړي.

ياده طرحه په نهو فصلونو او ١١٠ مادو کې، تېر کال د وري په مياشت کې عدليې وزارت د تصويب لپاره د ولسي جرګې عدلي او قضايي کمېسيون ته سپارلې  وه او نن دې کميسيون  د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړه.

د ياد شوي کميسيون منشي حاجې محمد عبده پژواک خبري اژانس ته وويل،په ياده طرحه کې راغلي و، چې د کاري وړتيا د لرلو په صورت کې کېداى شي د يو قاضي د کار موده له ٦٥ کلنۍ وروسته د لسو کلونو لپاره اوږده شي.

د يادولو وړ ده ،چې د پخواني قانون له مخې هم د ٦٥ کلن قاضي د کار موده د لسو کلونو لپاره اوږدېداى شى.

د جرګې ځينې غړيو ويل چې د قاضي د کار موده بايد  تر ٦٥ کلنۍ وروسته اوږده نه شي.

وروسته په دې اړه د جرګې د غړيو رايه واخيستل شوه او د رايو په اکثريت پرېکړه وشوه ،چې د ٦٥ کلن قاضي د کار موده بايد ونه غځول شي.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي وويل ، د جرګې دې پرېکړې وښوده، چې په قضايي ادارو کې به ځوان نسل ته د کار کولو موقع برابره شي .

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلات وال په دې اړه  پژواک خبري اژانس ته وويل : (( ښه ده چې قاضي صاحبان له ٦٥ کلنۍ وروسته تقاعد شي او د کار ډګر ځوان نسل ته پرېږدي .))

ولسي جرګې د عدليې وزارت لخوا په وړاندې شوې طرحه کې ځينې نور بدلونونه هم راوستي ، خو د جرګې په عمومي غونډه کې يې په اړه ځکه خبرې ونه شوې، چې د جرګې په  کمېسيونونو کې په دې اړه مخکې توافق شوى و.

په دې اړه مو له محمد عبده هم وپوښتل، خو هغه وويل چې د ټولو تعديلاتو په اړه يې دا مهال معلومات په لاس کې نشته .

د ولسي جرګې حاضرو اکثريت غړيو په نننۍ غونډه کې د يادې طرحې د تصويب لپاره شنه کارتونه پورته کړل.

ټاکل شوې ده ،چې د ولسي جرګې لخوا تصويب شوې طرحه د توشېح لپاره ولسمشر ته ولېږل شي .

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version