ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قومي مشرانو او د سولې شورا د غزني د ښوونځيو د خلاصېدو هڅې پيل کړې

7 May 2012 - 16:37
7 May 2012 - 16:37

غزني ښار (پژواک ۱۸ غويى ۹۱): په غزني کي د سولې د عالي شورا، ولسواليو شوراګانو او يو شمېر قومي مشرانو له لوري د ښوونځيو د پرانيستلو هڅې پيل شوې.

د غزني په ښار او يو شمېر ولسواليو کې له تېرو څو اونيو راهيسې وسلوالو طالبانو د دولت له لوري د موټرسايکلونو د بندېدو په غبرګون کې ګڼ شمېر  ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

که څه هم د ښار د ښوونځيو دروازې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د زده کوونکو پر مخ خلاصې دي خو  په اندړو او ده يک ولسواليو کې لا هم شاوخوا پنځوس  ښوونځي   تړلي دي.

په غزني د سولي شورا د ولايتي کمېټې مشر او د ده يک ولسوال حاجي فضل احمد د غويي په ۱۸مه پژواک اژانس ته وويل، چې ولسمشر د غزني په قومي مشرانو غږ کړى، چې د ښوونځيو پر وړاندې ستونزې وڅېړي او د هوارۍ لاره دې ورته ومومي.

نوموړي زياته کړه: ((دا منو چې طالبانو د موټرسايکلونو په غبرګون کې يو شمېر ښوونځي تړلي دي، خو د ښار ښوونځي ټول خلاص دي او هېڅ کومه ستونزه نشته.))

د ده په خبره، په ولسواليو کې يې هم هڅې پيل کړې، ترڅو هغه تړلي ښوونځي خلاص کړي چې د وسلوالو طالبانو له لوري د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

د فضل احمد په وينا، په ولسواليو کې د سولې د عالي شورا له لوري له قومي مشرانو سره خبرې شوې او ډېر ژر به د ده يک او اندړو ولسوالۍ ښوونځي هم خلاص شي.

په غزني کې د سولې شورا غړى مولوي عبدالحکيم هم وايي، چې اوس مهال د غزني په مرکز کې د ښوونځيو پر وړاندې کومه ستونزه نشته او ټول ښوونځي خلاص دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((موږ کوښښ کوو چې نور د ښوونځيو پر وړاندې کومې ستونزې پيدا نه شي.))

د ده په خبره، په دغه برخه کې قومي مشران ډېر رول لري، څو شته ستونزې هوارې کړي.

مولوي عبدالحکيم د ولسواليو له قومي مشرانو وغوښتل، چې په دغې برخه کې دې پوره هلې ځلې وکړي، څو د ولسواليو زده کوونکي بيا خپلو ښوونځيو ته لاړ شي.

د يادې شورا د غړو په وينا، وسلوالو طالبانو غوښتل چې له دې لارې د غزني ولايت بدنام کړي او دا د دوى له لوري د غزني د پوهنې رياست لپاره يوه دسيسه وه.

د دوى په خبره، دوى به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې نور د ښوونځيو په بندولو لاس پورې کړي.

که څه هم دا مهال د غزني د ښار ښوونځي پرانيستي دي، خو د زده کوونکو شمېر په کې ډېر لږ لېدل کېږي.

په غزني ښار کې د شمس العارفين لېسې د نهم ټولګي يوه زده کوونکي جان محمد پژواک اژانس ته وويل، چې ښوونځي خلاص دي، ښوونکي راځي او درسونه هم شته، خو زده کوونکي ډېر لږ راځي.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ په ټولګي کې ۴۰ زده کوونکي دي، خو اوس له ۲۰ زده کوونکو څخه ډېر نه راځي.))

د هغه په وينا، زده کوونکي د هغو ګواښونو له امله ښوونځيو ته نه ځي، چې وسلوالو طالبانو ورته کړي وو.

نوموړي له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې نور دې د ښوونځيو له بندولو لاس واخلي او دوى دې پرېږدي چې خپلې زده کړې پر مخ بوځي.

پژواک په بيا بيا هڅه وکړه، چې په دې اړه د وسلوالو طالبانو نظر واخلي، خو ونه توانېد.

د يادونې ده، چې پر موټرسايکلونو د بنديز په غبرګون کې د يو شمېر ښوونځيو له بندولو وړاندې  هم په غزني ولايت کې څه باندې شپېته ښوونځي د نا امنيو له امله تړلي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version