ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو او ده يک ولسواليو خلک: طالبانو ښوونځي تړلي

18 Apr 2012 - 17:39
18 Apr 2012 - 17:39

غزني ښار (پژواک ۳۰ ورى ۹۱): د غزني اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي، چې په اندړو او ده يک ولسواليو کې وسلوالو طالبانو د دولت له خوا د موټرسايکلونو د بنديز په غبرګون کې ښوونځي تړلي دي.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شنبې ورځې راهيسې، وسلوالو طالبانو ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښ کړى چې ښوونځيو ته ولاړ نه شي.

نوموړي زياته کړه: ((طالبانو له دې امله ښوونځي تړلي، چې افغان دولت ولې په سيمه کې د موټرسايکلونو پر ګرځېدو بنديز لګولى دى؟))

د ده په وينا، که چېرې دولت د ښوونځيو په پرانيستلو کې مرسته ونه کړي، په زرګونو زده کوونکي به له زده کړو بې برخې شي.

د اندړو يو ښوونکى عبدالمالک هم دا مني، چې د دوى په ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د دولت له لوري د موټرسايکلونو د بنديز په غبرګون کې ښوونځي تړلي دي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((په ښوونځي کې مې زده کوونکو ته درس ورکاوه، طالبان راغلل او راته يې وويل چې نور ښوونځي ته مه راځه.))

د ده په خبره، د دوى په ولسوالۍ کې ټول ښوونځي د وسلوالو له خوا تړل شوي او له يو شمېر ښوونکو څخه يې د تنخواګانو د اخيستلو بانکي کارتونه هم اخيستي دي.

د ده يک ولسوالۍ يوه ښوونکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو ټول ښوونځي تړلي دي.

د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو ورته ويلي چې تر هغه به ښوونځي تړلي وي، ترڅو دولت خلکو ته په موټرسايکلونو د ګرځېدو اجازه نه وي ورکړي.

نوموړى وايي، چې دا خبره يې په غزني کې د پوهنې رياست له چارواکو سره هم شريکه کړې ده؛ خو تراوسه يې کومه پايله نه ده معلومه.

ياد ښوونکي زياته کړه: ((موږ په خپلو سترګو وليدل چې طالبان راغلل، موږ او زده كوونكي يې له ښوونځي وايستلو او راته ويې ويل چې نور مه راځئ.))

د ده په خبره، له دو‌ى څخه يې د کابل بانک کارتونه هم وړي دي او ورته ويل شوي، چې نور به تنخوا نه اخلي.

هغه زياتوي، طالبانو نه يواځې ښوونځي تړلي دي، بلکې خلکو ته يې ويلي دي، چې نور به د غزني ښار ته هم نه ځي.

خو د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر دغه خبره نه مني او وايي، چې په اندړو او ده يک ولسواليو کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او هېڅ ستونزه نشته.

د ده په خبره، وسلوال طالبان له ښوونځيو سره هېڅ مخالفت نه لري او نه هم تراوسه د هغوى له لوري کوم ښوونځى تړل شوى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((ټول ښوونځي پرانيستي دي او زده كوونكي له هر ډول ستونزو پرته ښوونځيو ته ځي.))

د يادونې وړ ده، چې په غزني کې شاوخوا شپږسوه ښوونځي فعال دي او له ٣٥٠زرو څخه زيات زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د وسلوالو طالبانو نظر هم واخلو، خو ونه توانېدو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version