میدانښار (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): د میدانوردګو حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې وحشي لېوانو د یوه کس ۱۴ پسونه وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
د میدانوردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رييس مولوي فیضالله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دایمیرداد ولسوالۍ په صدوخېلو سیمه کې وحشي لېوانو د ثمرګل په نوم د یوه کس ۲۰ پسونه داړلي دي.
هغه زیاته کړه، د داړل شوو یادو پسونو له ډلې ۱۴ تلف شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې ثمرګل ته شاوخوا دوه سوه زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
دی وایي چې د پېښې راپور به له مرکزي ادارې سره شریک کړي څو له هدایت سره سم رسېدنه ورته وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP