ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو سناتور: د ايران سفير ښه مخينه نه لري او بايد ووېستل شي

8 May 2012 - 16:33
8 May 2012 - 16:33

کابل ښار (پژواک ١٩ غويى ٩١): د مشرانو جرګې رييس وايي چې د ايران سفير ويلي، که د دې جرګې له خوا د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون تاييد شي، نو هغوى به له خپلې خاورې افغان کډوال وباسي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند، تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک شو او په پام کې ده، چې د تاييد لپاره ملي شورا ته واستول شي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په نننۍ (د غويي١٩مه) عمومي غونډه کې وويل، چې په کابل کې د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند د غويي په ١١مه (د ستراتيژيک تړون له لاسليک نه دوه ورځې مخکې) له هغه سره تعارفي غونډه کې غوښتي و، چې مشرانو جرګه دې سند نه تاييدوي؛ خو هغه د سفير څرګندونې د ديپلوماتيکو اصولو خلاف او د هېواد په چارو کې مستقيمه لاسوهنه بللې وه.

هغه زياته کړه چې د ايران سفير ورته وويل: “که چېرې تړون لاسليک شي، موږ مجبوره يو چې درې ميليونه افغان کډوال له ايران نه وباسو.”

مسلميار وويل، د ايران سفير د کډوالو د وېستو د لامل په اړه زياته کړه، چې که چېرې افغان کډوال په ايران کې پاتې شي، نو ښايي له هغوى نه د پيسو په بدل کې د ايران پر ضد کار واخيستل شي او د امنيتي ستونزو لامل شي.

د مشرانو جرګې رييس د ايران سفير د خبرو په غندلو سره وويل: “افغانستان له خپلو ګاونډيو سره نېکې اړيکې لري او په تړون کې هم ډاډ ورکړل شوى دى، چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي. “

همدارنګه د مشرانو جرګې غړي خالقداد بلاغي وويل، چې د ايران سفير ښه مخينه نه لري او په افغانستان کې د مجاهدينو د حکومت پر مهال په بلخ ولايت کې پوځي قوماندان و.

بلاغي، ظهره وند هغه مهال د وسلو په وېش، جګړې ته د خلکو په هڅولو، د جګړې په توندولو او نورو ورانکاريو تورن کړ او د بهرنيو چارو له وزارت او د ملي امنيت له عمومي رياست نه يې وغوښتل، څو د هغه مخينه مطالعه کړي او له افغانستان نه يې وباسي.

ظهره وند، له ١٣٧١ نه تر ١٣٧٥ پورې په مزار شريف کې د ايران سرقونسل و.

همدارنګه د مشرانو جرګې بل غړي نثار حارث د ايران د سفير څرګندونې د ديپلوماتيک عرف خلاف وبللې او ويې ويل، هېڅ سفير حق نه لري چې د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د هغه په وينا، ګاونډيو هېوادونو په تېرو درېيو لسيزو کې په افغانستان کې لاسوهنه کړې او هېواد ته يې ستر زيانونه اړولي دي.

سرچينې زياته کړه: “افغانستان تل له ګاونډيو زيان ليدلى دى او ګاونډي هېوادونه تل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر وړاندې خنډ وو؛ که چېرې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه ايران او پاکستان پريښي واى، چې په افغانستان کې د خلکو په زړه حکومت رامنځ ته شوى واى، افغانستان ته د بهرنيو سرتېرو د راتګ اړتيا نه رامنځ ته کېده.”

پژواک هڅۀ وکړه، څو په دې اړه په کابل کې له ايران سفارت سره اړيکه ونيسي، خو ځواب ويلو ته حاضر نه شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند دوه ورځې مخکې، د دې سند د لاسليکولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې و: “د امريکايي اډو د څرنګوالي او د امريکايانو د راتلونکو دندو په اړه ابهام، د ايران او د سيمې د هېوادونو د اندېښنې محورونه دي.”

هغه زياته کړې ده، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليکول، نه يواځې د افغانستان امنيتي ستونزې نه هواروي، بلکې د تېرو لسو کلونو په شان په دې هېواد کې ناامني او بې ثباتي لاپسې زياتوي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو د همکاريو تړون په برخه کې د ايران د اندېښنې په اړه وايي، چې د افغانستان له خاورې نه به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خيستل شي او افغانستان هم ورته توقع لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version