ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو چارو وزارت د ايران سفير ور غواړي

د بهرنيو چارو وزارت د ايران سفير ور غواړي

author avatar
8 May 2012 - 15:08
د بهرنيو چارو وزارت د ايران سفير ور غواړي
author avatar
8 May 2012 - 15:08

کابل ښار (پژواک ١٩ غويى ٩١): د مشرانو جرګې رييس وايي، چې ټاکل شوې په کابل کې د ايران سفير د هغه د څرګندونو له امله، چې مشرانو جرګه دې له امريکا سره ستراتيژيک سند نه لاسليکوي، د بهرنيو چارو وزارت ته وغوښتل شي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند تېره اونۍ د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک شو او په پام کې ده، چې د تاييد لپاره ملي شوراى ته واستول شي.

د مشرانو جرګې غړي نثار حارث تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کابل کې د ايران سفير ابوالفضل ظهره وند تېره اونۍ د مشرانو جرګې له رييس فضل هادي مسلميار سره په تعارفي ليدنه کې غوښتي وو، چې مشرانو جرګه دې ستراتيژيک سند نه تاييدوي.

د مشرانو جرګې رييس په نننۍ (دغ ويي ١٩مه) عمومي غونډه کې ومنله، چې د ايران سفير له هغه نه داسې غوښتنه کړې او ټاکل شوې ده، چې د همدغو څرګندونو له امله نن د بهرنيو چارو وزارت ته وغوښتل شي.

هغه د ايران سفير دغه څرګندونې د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف او د يوه هېواد په چارو کې د بل هېواد لاسوهنه وبلله او زياته يې کړه، چې مشرانو جرګه هېچ چا او هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د جرګې په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

همدارنګه نثار حارث د مشرانو جرګې په غونډه کې وويل، چې دى د ايران د سفير او د مشرانو جرګې په خبرو کې حاضر وو او د سفير خبرې داسې وې، چې دغه تړون بايد لاسليک نه شي؛ ځکه چې د ايران ملي ګټو ته زيان اړوي.

هغه د ايران د سفير څرګندونې د ډيپلوماتيک عرف خلاف وبللې او ويې ويل: “هېڅ سفير حق نه لري، چې د بل هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.”

حارث وويل، چې د مشرانو جرګې مشر په کلک غبرګون سره د ايران سفير ته وويل: “افغانستان يو خپلواک او ازاد هېواد دى، افغانستان منتخب ولسمشر او اساسي قانون لري، هر څه چې د افغانستان ملي ګټې وي او د دغه هېواد خلک په کې سهيم وي، د افغانستان خلک يې په اړه پرېکړه کوي او په عمل کې يې اجرا کوي.”

مسلميار هم وويل: “ما د ايران سفير ته وويل، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې لري او له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيکې همکارۍ په هوکړه ليک کې دا ډاډ ورکړل شوى چې د افغانستان خاوره به د هېڅ کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.”

د مشرانو جرګې رييس همدارنګه د ايران د بهرنيو چارو وزير رامين مهمان پرست د څرګندونو په اړه وويل، چې ايران له مخکې نه په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه د امريکا له حضور څخه اندېښنه درلوده او اوس د ستراتيژيک سند له لاسليکولو سره مخالفت کوي.

هغه ايرانيان لېوني وبلل او زياته يې کړه: “موږ د خپلو ملي ګټو لپاره کار کوو او د هر څه پر وړاندې خپلو ملي ګټو ته ارزښت ورکوو.”

دا په داسې حال کې ده، چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند دوه ورځې مخکې د دغه سند د لاسليکولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو: “د امريکايي اډو د څرنګوالي او د امريکايانو د راتلونکو دندو په اړه ابهام د ايران او د سيمې د هېوادونو د اندېښنې محورونه دي.”

هغه زياته کړې ده، چې له امريکا سره د ستراتيژيک سند لاسليکول نه يواځې د افغانستان امنيتي ستونزې نه هواروي، بلکې د تېرو لسو کلونو په شان په دغه هېواد کې نا امني او بې ثباتي لاپسې زياتوي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د همکاريو تړون په برخه کې د ايران د اندېښنې په اړه وايي، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار وانه خيستل شي او افغانستان هم ورته غوښتنه لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.