کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۳): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د زابل په مرکز کلات کې د توري بند جوړولو پروژې چارې د ۱۲۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن پر یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یاد بند د چارو بشپړېدل د زابل د پرمختګ برخه کې لومړنی ګام وباله.
ورته مهال، د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یادې پروژې پلې کېدل د زابل خلکو لپاره ارزښتناکه وبلل.
خبرپاڼه کې راغلي چې توري بند د زابل د مرکز کلات په څلورکیلومترۍ کې موقعیت لري او د ۱۲۷ میلیون افغانیو په لګښت د موسمي سېلابونو د کنټرول، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
سرچینې لیکلي، یاد بند ۲۳ متره لوړوالی، د ۲،۹ میلیون مترمکعب اوبو ذخیره کولو او د ۶۱ کیلوواټ برق تولیدولو ظرفیت لري او ۵۶۰ هکتاره کرنیزه ځمکه به ترې خړوبېږي.
د خبرپانې د معلوماتو له مخې، یاد بند مخکې د توري بند په نوم یادېده چې تازه د ریاستالوزارء د عالي مقام له لوري د عمري بند په نوم ونومول شو.