ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاورلفټينګ ملي لوبډله د اسيايي سياليو اتلولي ترلاسه کړه

کابل ښار ( پژواک ٢٠ غويى ٩١): د افغانستان د پاورلفټينګ ملي لوبډلې د سرو او سپينو زرو د ٣٦ مډالونو په ترلاسه کولو سره د اسيايي سياليو اتلولي خپله کړه.

 د اسيا اتلولۍ د اوولسم دور سيالۍ د غويي له ١٢ څخه تر ١٩ پورې د ٤٨ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون د هندوستان په اديپور ښار کې په لاره اچول شوې وې، چې تېره شپه د افغانستان د لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.

 د اولمپيک د ملي کمېټې د خپرونو مشر محمدعارف پيمان نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو سياليو کې د هېواد د پاورلفټينګ لوبډلې د سرو زرو ٢١ او سپين زرو ١٥ مډالونه ترلاسه کړل او د سياليو اتله شوه.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه سيالۍ په درېيو برخو”استوات، بنچ پرس، او لفتينګ” کې ترسره شوې او د افغانستان لوبډلې له١٠ لوبغاړو سره په کې ګډون کړى وو.

دغه ورزش په دوو برخو (پاورلفټينګ او تر ټولو غښتلي کسان) وېشل شوى دى.

د پاورلفټينګ په برخه کې لوبغاړي درانه وزنونه پورته کوي او د تر ټولو غښتلو کسانو په برخه کې درانه وزنونه له يوځاى څخه بل ځاى ته لېږدول کېږي.

د پيمان د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړي د روان کال په ترڅ کې په قزاقستان کې د  “تک بنچ پرس” په اسيايي سياليو او همدارنګه په استراليا کې د پاورلفټينګ په نړيوالو سياليو کې ګډون کوي او تمه کېږي، چې په دغو لوبو کې هم ښه وځلېږي.

 د يادونې وړ ده، چې افغان لوبغاړى علي رضا رفيع زاده دوه کاله مخکې په منګوليا کې د ٤٦ هېوادونو ترمنځ په د پاورلفټينګ په سياليو کې د خپل ايراني سيال په ماتولو سره د اسيا په کچه تر ټولو غښتلي کس لقب ترلاسه کړ او د هېواد ملې لوبډله هم د اسيا په کچه تر ټولو غښتلې لوبډله وپېژندل شوه.

 د پاورلفټينګ د فدراسيون د معلوماتو له مخې، په دغې برخه کې د هېواد په ١٥ ولايتونو کې لسګونه زره لوبغاړي فعاليت لري او د دغه رشتې په ښځينه برخه کې نږدې ٢٠٠ لوبغاړي د کابل، ډايکندي، هرات او بلخ په ولايتونو کې فعاليت کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version