ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تښتول شوو ماين پاکانو ١٣ يې خوشي شول

13 May 2012 - 17:27
13 May 2012 - 17:27

جلال اباد (پژواک ٢٤ غويى ٩١): د  ننګرهار ولايت چارواکي او قومي مشران وايي، تښتوونکو ديارلس ماين پاکان خوشي کړي خو درې تنه لا هم ورسره دي.

د ښېوې ولسوال اعجاز مومند د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اوه بجې يوې ډلې وسلوالو طالبانو د دغې ولسوالۍ له سلام پور کلي څخه  د (MCPA) د ماين پاکۍ موسسې شپاړس کار کوونکي وتښتول.

ولسوال زياته کړه، چې وسلوالو له يو څه ځنډ وروسته له تښتول شوو کسانو څخه ديارلس يې خوشي کړي دي.

اعجاز مومند وويل، چې اوس هم د ماين پاکۍ د دغې ډلې قوماندان له دوو مرستيالانو سره د وسلوالو په په بند کې دي.

نوموړي زياته کړه، چې وسلوال له کونړ ولايت څخه اوښتي  او ماين پاکان يې هم له ځان سره بيولي دي.

د ولسوال په وينا، په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو کونړيانو له قومي مشرانو څخه يې يوه جرګه جوړه کړې او سيمې ته يې استولې ده.

نوموړي زياته کړه، چې بل پلو امنيتي ځواکونه هم هڅه کوي، چې نيول شوي ماين پاکان راخوشي کړي.

د دغې ولسوالۍ د قومي شورا مشر معلم اکبر پژواک اژانس ته وويل، چې د ښېوې قومي مشران هم له کونړيو قومي مشرانو سره يوځاى شوي څو د قومي جرګې له لارې نيول شوي د تښتوونکو له بنده راخلاص کړي.

د يادونې ده، چې سلام پور د ښېوې ولسوالۍ بوډيالۍ ته نږدې د کونړ-جلال اباد پر لويه لاره پرته هغه سيمه ده چې ورته څېرمه تېر کال وسلوالو مخالفنيو يو جاپانى انجنير وتښتاوه او وروسته يې وژلى و.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version