ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال الن : د با ثباته افغانستان لپاره درې اړخيزه خبرې اترې ډېرې مهمې دي

14 May 2012 - 10:56
14 May 2012 - 10:56

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن وايي چې د يوه با امنه او با ثباته افغانستان لپاره درې اړخيزه خبرې اترې ډېرې مهمې دي.

په کابل کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا د غويي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جنرال الن دغه څرګندونې پرون په اسلام اباد کې له درې اړخيزې نظامي غونډې وروسته کړې دي.

په دې درې اړخيزه غونډه کې د ايساف د عمومي قوماندان ترڅنګ د پاکستان د پوځ مشر جنرال کياني او د افغانستان د ملي اردو ځواکونو لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي برخه اخيستې وه.

شپږ مياشتې مخکې د ايساف ځواکونو له خوا په مومندو ايجنسۍ کې د پاکستان د ٢٤ سرتېرو له وژل کېدو وروسته دا په دې کچه د درې اړخيزه کمېسيون لومړۍ غونډه وه.

د ايساف د خبرپاڼې په حواله، جنرال الن دغه غونډه ډېره ګټوره بللې او زياته کړې يې ده، چې له دې غونډې سره يې مورال لوړ شوى دى.

هغه زياته کړې، چې په ياده درې اړخيزه غونډه کې ټولو خواوو په بېلابېلو اړوندو موضوعاتو د تازه خبرو اترو غوښتونکي دي.

جنرال الن ويلي: ((ګډونوالو په دې هم هوکړه وکړه، چې د يوه با امنه او با ثباته افغانستان لپاره درې اړخيزه خبرې اترې ډېرې مهمې دي، ترڅو افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو د خوندي ځالې په توګه بدل نه شي.))

د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي، چې درې اړخيزه غونډه په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د هغو هڅو مهمه برخه ده، چې غواړي له دغه هېواد سره د امنيت او بيارغونې په برخه کې مرسته وکړي.

سرچينې زياته کړې، چې په دې غونډه کې د ګدې پولې پر امنيت، د ترهګرو د تګ راتګ په مخنيوي، پر تکتيکي عملياتو او د استخباراتي معلوماتو پر تبادلې خبرې وشوې.

دغه درې اړخيزه غونډه په داسې حال کې شوې، چې د مومندو ايجنسۍ تر پېښې وروسته د امريکا او پاکستان اړيکې ډېرې خرابې شوې دي او پاکستان له خپلې خاورې ناټو ته هر ډول اکمالات بند کړي دي.

له دې درې اړخيزې غونډې يوه ورځ مخکې جنرال الن له جنرال کياني سره دوه په دوه ليدلي او ويل کېږي، نوموړي له پاکستاني سيال څخه د اکمالاتو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، خو د هغوى له خوا مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.

د همدې خرابو اړيکو له امله راتلونکې اونۍ په شيکاګو کې د ناټو په ولسمشريزه غونډه کې پاکستان ته د ګډون بلنه هم نه ده ورکړل شوې، د دې غونډې يوه مهمه موضوع افغانستان دى.

د ناټو عمومي سرمنشي انډرس فوګ راسموسن د تېرې جمعې په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې پاکستان دې لومړى اکمالات پرېږدي، بيا به ورته په شيکاګو غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version