ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف وايي چې د پاکستان په خاوره کې د عملياتو پلان نه لري

ايساف وايي چې د پاکستان په خاوره کې د عملياتو پلان نه لري

author avatar
14 Aug 2012 - 11:59
ايساف وايي چې د پاکستان په خاوره کې د عملياتو پلان نه لري
author avatar
14 Aug 2012 - 11:59

کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩١): ايساف هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دوى د پاکستان په خاوره کې د بريدونو پلان لري.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون ځينو افغاني رسنيو په دې اړه ناسم راپورونه خپاره کړي دي.

سرچينې زياته کړه، چې رسنيو ياد معلومات د افغانستان د ولسي جرګې د رييس عبدالرووف ابراهيمي او د ايساف د قوماندان جنرال جان الن د ليدنې په اړه، چې د کومې موضوع په اړه يې سره ليدلي وو، خپاره کړي دي.

خبرپاڼې د ايساف د وياند بريد جنرال ګونټر کيټز له خولي ليکلي: ((د رسنيو له خوا خپاره شوي معلومات ناسم دي، په دې ليدنه کې جنرال الن دا نه دي ويلي، چې ګواکې دوى په پاکستان کې د عملياتو پيلولو پلان لري.))

هغه زياته کړه، چې ايساف ته د ورکړل شوي ماموريت له مخې، دوى يواځې د افغانستان په خاوره کې د وسلوالو او ترهګرو پر ضد عمليات ترسره کوي.

د ايساف وياند ويلي، چې د پاک-افغان پر ګډه پولې د امنيت د څرنګوالي په اړه له پاکستاني ځواکونو سره په درې اړخيز نظامي کمېسيون کې په دوامداره توګه خبرې کېږي.

د نوموړي په وينا، د ګډې پولې د امنيت د لا ښه کېدو په موخه د دواړو غاړو په سرحدي سيمو کې د همغږۍ مرکزونه پرانيستل شوي، خو ايساف هېڅ پلان نه لري چې د پاکستان په خاوره کې دننه عمليات ترسره کړي.

د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې د جنرال الن او د ولسي جرګې د رييس ابراهيمي ترمنځ په ليدنه کې پر کونړ د وروستيو بريدونو په اړه هم خبرې وشوې، چې له امله يې ګڼ شمېر افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، الن او ابراهيمي موافقه وکړه، چې د کونړ موضوع بايد په درې اړخيز نظامي کمېسيون کې وڅېړل شي.

بريد جنرال ګونټر کيټز ويلي، چې د ايساف په ګډه پوله له پاکستاني ځواکونو سره په اړيکو کې پرمختګ راغلى او په ګډه به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي پرون د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې تېره ورځ يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جان الن سره ليدلي دي.

ابراهيمي زياته کړه: ((ما جان الن ته وويل، چې پر افغانستان د پاکستان د راکټي بريدونو او لاسوهنو مخه ونيسي.))

د ده په وينا، الن په ځواب کې وويل، چې له پاکستاني چارواکو سره يې خبرې کړې او په دې سلا شوي، چې په تورخم کې د همغږۍ ياد ګډ مرکز جوړ کړي.

له تېرو دوو کلونو راهيسې پاکستان د افغانستان پر کونړ ولايت او ځينو نورو سرحدي سيمو راکټي بريدونه کوي، چې له امله يې سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېرې کورنۍ يې د خپلې سيمې پرېښودو ته اړې کړې دي.

ابراهيمي وايي، الن ته يې ويلي، چې د افغانستان او د متحده ايالتونو ترمنځ د اوږدمهاله همکاريو د سند پر بنسټ بايد امريکا د پاکستان د بريدونو مخه ونيسي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.