ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د ستراتيژيکو همکاريو سند افغانستان ته نړيوال اعتبار ورکوي

14 May 2012 - 16:16
14 May 2012 - 16:16

کابل (پژواک ٢٥ غويى ٩١) : شنونکي وايي، د سيمې يو شمېر هېوادونه ځکه د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک مخالفت کوي؛ چې په دغه هوکړه ليک سره يې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې بنديږي.

د سياسي چارو شنونکو دغه څرګندونې نن د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز له خوا په کابل کې په جوړه شوې ناسته کې وکړې.

د کابل او واشنګټن ترمنځ ستراتيژيک سند د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د غويي په ١٢مه د شپې ناوخته په کابل کې لاسليک کړ.

د حقوقي چارو پوه عبدالستار سعادت په ياده ناسته کې وويل، چې دغه سند د افغانستان په ګټه دى؛ ځکه چې افغانستان ته نړيوال اعتبار ورکوي.

د ده په اند، اړينه ده چې افغانستان له ځواکمنو هېوادونو سره د همکاريو تړونونه ولري، ترڅو په دغه هېواد کې د سيمې په تېره بيا ګاونډويو هېوادونو لاسوهنې بندې شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، په تېرو شاوخوا درېيو لسيزو جګړو کې ګاونډيو هېوادونو په پراخه کچه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوله او اوس ځکه دغه هېوادونه د کابل او واشنګټن تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو مخالفت کوي؛ چې په دغه کار سره يې له افغانستان څخه لاس لنډيږي او خپلې ګټې له لاسه ورکوي.

د سياسي چارو د دغه شنونکي په اند، د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتيژيک سند لاسليک ځکه يو شمېر هېوادونه لکه ايران، پاکستان ، روسيه او چين اندېښمن کړي چې په سيمه کې د امريکا له رقابتي موخو څخه په وېره کې دي.

هغه زياته کړه: “دويمه مسئله دا ده چې د امريکا د متحدو ايالاتو له شتون نه که روسان دي، د مرکزي اسيا په باره کې وېره لري او که پاکستان دى، د سياستونو د اعمال په برخه کې ځان محدود احساسوي او ايران خو نور ډېر مسايل لري، د منځني ختيځ خبره ده او تضاد د منافع له امريکا سره؛ له دوى سره له هر لوري چې د امريکا فاصله لنډيږي، احساس د خطر کوي.”

دى وايي، چې په افغانستان کې هم د ياد سند مخالفين او موافقين شته دي.

د ده په وينا، له دغه هوکړه ليک سره موافق کسان په دې اند دي چې د افغانستان پوځي او اقتصادي ځواک کمزورى دى او داسې ستراتيژيک ملګري يې هم نه لرل، چې په نړيواله کچه يې ملاتړ وکړي؛ نو ځکه په کار ده چې له ځواکمنو هېوادونو سره ستراتيژيکه ملګرتيا ولري.

د سياسي چارو پوه جاويد کوهستاني هم په نننۍ ناسته کې وويل، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتيژيک سند لاسليک د يوه پياوړي او د نړۍ په کچه د با اعتباره افغانستان د رامنځته کېدو لارې چارې برابروي.

دى د دغه سند په اړه وايي: “نو په طبيعي ډول د هغو ګاوڼديو هېوادونو لپاره، چې پخوا يې د هېواد په چارو کې مداخله کوله او تمې يې لرلې، د منلو او تحمل وړ نه دى.”

دى وايي، ځيني ګاونډي هېوادونه، چې کومې لاسوهنې د يوه کمزوري افغانستان د شتون پر مهال لري، هغه د يوه با اعتباره افغانستان د شتون پر مهال نه شي ترسره کولاى.

د چارو ياد شوي دواړه پوهان وايي، کېداى شي د سيمې ځيني هېوادونه په روان او راتلونکي زېږديز کال کې په افغانستان کې د امنيتي وضعيت د خرابوالي لپاره خپلې لاسوهنې ډېرې کړي، ترڅو د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې زړونه د ياد سند له ګټو ساړه شي.

د دوى په اند، اړينه ده چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې ښه مديريت ولري او چارې ښې تنظيم کړي، ترڅو له ياد شوي هوکړه ليک څخه په ښه توګه ګټه پورته شي.

پاکستان په ښکاره د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک مخالفت نه دى کړى خو ايران ورسره خپل مخالفت څرګند کړى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند معظم علي خان ويلي، چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او له نورو هېوادونو سره د اړيکو د څرنګوالي په اړه بايد د دغه هېواد خلک پرېکړه وکړي.

د ده په وينا، پاکستان له هر هغه تړون څخه ملاتړ کوي، چې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره وي.

خو په کابل کې د ايران سفير د افغانستان د مشرانو جرګې له مشر غوښتي، چې ياده جرګه دې د کابل او واشنګټن ترمنځ لاسليک شوى سند نه تاييدوي.

 د روسيې د بهرنيو چارو وزير تېر کال د ليندۍ په مياشت کې له امريکا څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د خپلو احتمالي پوځي اډو په اړه سپيناوى وکړي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په اړ د ځينو هېوادونو اندېښنې په داسې حال کې دي، چې ولسمشر حامد کرزي د ياد سند د لاسليک پر مهال ويلي، چې دغه سند د هېڅ يوه هېواد لپاره ګواښ نه دى، بلکې دغه کار به د سيمې د پرمختګ او هوساينې لپاره ګټور ثابت شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version