غزني ښار (پژواک ۲۶ غويى ۹۱): چارواکي وايي چې د غزني په خوګياڼو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى دى.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د غويي په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان او نړيوال ځواکونو، تېره شپه د غزني په خوګياڼو کې عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسلوالو طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى او يو بل وسلوال ټپي دى.
بل خوا د دې ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د اکمالاتي کاروان پر ساتونکو چاودنه شوې، چې له امله يې څلورو ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد پژواک ته وويل، دوى ته له اندړ څخه څلور کسان وروړل شوي، چې يو يې مړ او درې ټپيان دي.
په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان جنرال داوود شاه وفادار، هم مني چې پر ساتونکو چاودنه شوې ده؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
نوموړي د مخالفينو دا ادعا رد کړه، چې ګوندې په چاودنه کې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې يې د يوې چاودنې له امله د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژبله اړولې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن