ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوو قوماندانانو په ګډون لس وسلوال ووژل شول

10 Jun 2012 - 16:27
10 Jun 2012 - 16:27

غزني ښار (پژواک ۲۱ غبرګولى ۹۱): د غزني په اندړو او خوګياڼو ولسواليو کې دوه طالب قوماندانان او درې وسلوال وژل شوي او يو طالب قوماندان ژوندى نيول شوى او په پکتيکا کې پنځه ماين خښوونکي ووژل شول.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د غبرګولي په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې نيول شوى طالب قوماندان عبدالکريم نومېږي او ډېر مهم کس دى.

د هغه په وينا، دغه قوماندان د غزني په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملي پوليسو له لوري نن سهار د ځانګړو عملياتو پر مهال نيول شوى، چې د عملياتو په ترڅ کې د دغه قوماندان درې ملګري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې قوماندان عبدالکريم څلور ورځې مخکې د يوې نښتې پر مهال د پوليسو له لوري ټپي شوى هم و.

د زاهد په خبره، دغه کس په ډېرو امنيتي پېښو کې لاس درلود او د ده له لاسه ګڼ شمېر پوليس وژل شوي دي.

دغه راز چارواکي وايي، تېره ورځ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو دوه مهم قوماندانان وژل شوي دي.

د غزني د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ د پاينده محمد په کلي کې د سيمې د خلکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ سخته نښته وشوه.

د هغه په وينا، د نښتې په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو دوه مهم قوماندانان د قاري سراج او ميرزاخان په نومونو وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېره مياشت دا څويم ځل دى چې د سيمې خلکو له لوري د وسلوالو طالبانو مهم قوماندانان وژل کېږي.

د پاينده محمد د سيمې يو اوسېدونکي احمدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د وسلوالو طالبانو دوه مشهور قوماندانان وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((له کله راهيسې چې د خلکو پاڅون پيل شوى، زموږ په سيمه کې امنيتي حالت اوس ډېر ښه شوى دى.))

وسلوالو طالبانو د دغو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرې شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې د ښوونځيو د بندېدو په غبرګون کې د اندړو ولسوالۍ د اوسېدونکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي، خو طالبانو بيا دغه خبره رد کړې ده.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ څلور ماين خښوونکي، چې درې يې پاکستانيان وو، د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د جاني خېلو ولسوالۍ په بابوخېلو کلي کې د ماين د خښولو پرمهال درې پاکستاني او يو افغان ماين خښوونکي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وژل شويو ماين خښوونکو په ياد سيمه کې د سړک پرسر ماينونه ځاى پر ځاى کول.

نوموړي زياته کړه، چې لومړنيو پلټنو ښودلې چې په وژل شويو ماين خښوونکو کې درې تنه د پاکستان د پنجاب ايالت اړوند وو.

افغان وويل، چې د دوى د معلوماتو له مخې څلور ورځې د يادو کسانو لخوا د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د خښ شوي ماين له امله پنځه ماشومان او يو سړى وژل شوي وو.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراسه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version