ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خواجه عمري امنيه قوماندان له درېيو ساتونکو سره ټپي شو

14 Jun 2012 - 17:39
14 Jun 2012 - 17:39

غزني ښار ، هرات ښار (پژواک ۲۵ غبرګولى ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني د خواجه عمري  ولسوالۍ امنيه قوماندان له درېيو ساتونکو سره ټپي شو او په هرات کې ١٦ وسلوال طالبان نيول شوي دي.

د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د غبرګولي په ۲۵ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چي نن له غرمې وروسته د خواجه عمري امنيه قوماندان احمد ضيا له خپلو درېيو ساتونکو سره په يوه چاودنه کې ټپي شو.

د هغه په وينا، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې دوى په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو.

نوموړي زياته کړه، چې دغه پېښه د خواجه عمري ولسوالۍ د دهاجي په سيمه کې رامنځ ته شوې ده او موټر يې هم وېجاړ شوى دى.

خو بل پلو د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته نن له غرمې وروسته پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.

د ده په خبره، ټپيان ټول پوليس دي او د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان هم په کې شامل دى، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغه پېښې مسووليت ومانه او زياته يې کړه، چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي ، خو دولتي چارواکو بيا دغه ادعا رد کړه.

د يادونې  ده، چې دوه ورځې مخکې هم د غزني ښار اړوند د خدايداد په سيمه کې د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنې له امله پنځه سرتېري ټپيان شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، امنيتي چارواکي وايي، چې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يې د ګډو عملياتو پر مهال ١٦ وسلوال طالبان نېولي دي.

د پوليسو د سوېل لوېديځ زون قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالرووف احمد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته يې له ايساف ځواکونو سره يو ځاى د شينډنډ ولسوالۍ په سوېل کې عمليات ترسره کړي، چې ١٦ وسلوال طالبان يې د هغوى له درېيو قوماندانانو سره نيولي دي.

د هغه په وينا، د دغو عملياتو پر مهال نښته نه ده رامنځ ته شوې او هېچا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي زياته کړه، چې نېول شوي وسلوال طالبان دا مهال په هرات کې له ايساف ځواکونو سره دي او پلټنې ترې روانې دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version