غزني ښار (پژواک ۳ لېندۍ ۹۱): د غزني امنيه قومانداني وايي، چې نن په دغه ولايت کې د وسلوالو طالبانو يو قوماندان وکيل احمد ووژل شو.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد طالب قوماندان نن غرمه مهال د دغه ولايت د خواجه عمري ولسوالۍ د برکت په سيمه کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو.
دى وايي، چې د وکيل احمد موټرسايکل او کلاشينکوف هم پوليسو ترلاسه کړي دي.
د ده په وينا، د طالبانو دغه سيمه ييز قوماندان د يادې ولسوالۍ د حمزه سيمې اوسېدونکى دى او له پوليسو سره د نښتې پر مهال يې د ملي امنيت د سرتېرو جامې پر ځان وې.
هغه وويل، چې د وکيل احمد مړى د غزني امنيه قوماندانۍ ته لېږدول شوى دى.
د زاهد په وينا، وکيل احمد په غزني کې د طالبانو د بل قوماندان حافظ سردار، چې يوه اونۍ وړاندې په همدې ولسوالۍ کې ووژل شو، نږدې ملګری و.
سرچينې زياته کړه، چې دغو دواړو کسانو د غزني د استيناف څارنوالۍ او ولايتي شورا د رييسانو او د يوه پوليس د دوو زامنو په وژنو کې لاس درلود.
دى وايي، چې وکيل احمد څه موده مخکې د خواجه عمري ولسوالۍ امنيه قوماندان ته ماين هم اېښی و او د چاودنې له امله يې ياد قوماندان خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې.
وسله والوطالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن