ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماين چاودنې دوو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

16 Nov 2011 - 17:33
16 Nov 2011 - 17:33

خوست، غزني (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): په خوست کې د ماين چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى، يو ټپي شوى او په غزني کې په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه وسله وال وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى دى.  

 په خوست کې د دويم زون د سرحدي پوليسو سرپرست قوماندان ډګروال ظاهر شاه نن (د لړم ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن غرمه مهال رامنځ ته شوه، چې يو سرحدي پوليس په کې وژل شوی او يو سخت ټپي دی.

 هغه زياته کړه، چې دغه پېښه د خوست ولايت د دومنده ولسوالۍ د علي خېلو په سيمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د سرحدي پوليسو د موټرو کاروان له خوست څخه پکتيا ته روان و او له  امله يې يو موټر هم ويجاړ شوی دی.

 د دې پېښې مسووليت د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد منلى او وايي، چې په دې چاودنه کې يې پنځه سرحدي پوليس وژلي دي.

 د يو بل خبر له مخې، د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي، چې لومړۍ پېښه پرون ماښام د خوګياڼو ولسوالۍ په ده ملا سيمه کې رامنځ ته شوه، چې يو وسله وال په کې وژل شوى او بل ژوندى نيول شوى دى.

 زاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د خوګياڼو په ده ملا سيمه کې طالب وسله والو د پوليسو او اردو  پر کاروان بريد وکړ، چې د پوليسو د چټک غبرګون د قطعې مرستيال بريالى هم په کې برسېرن ژوبل شو.

 وسله والو طالبانو په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ويلي.

 دغه راز په يوه بله پېښه کې د ده يک ولسوالۍ په ملا کلا سيمه کې يو وسله وال هغه مهال ووژل شو، چې په ياده شوې ولسوالۍ کې يې د امريکايي ځواکونو پر مرکز توغندي توغول.

د ده يک ولسوال حاجي فضل احمد وايي، چې وسله والو پر دې پوځي مرکز پنځه توغندي وويشتل؛ خو کوم زيان يې نه دى اړولى.

 د نوموړي په وينا، د ناټو چورلکو دغه توغندي ويشتونکي په نښه کړل او هوايي بريد يې ورباندې وکړ، چې يو تن يې ووژل شو او نور يې وتښتېدل.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ده يک ولسوالۍ په ملا کلا سيمه کې يې د امريکايي ځواکونو يو ټانک پر ماين الوځولى او د هغوى له لوري په بريد کې يو طالب وژل شوى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version