کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): مشرانو جرګې پرېکړه وکړه چې د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت عمومي رييس دې د جرګې راتلونکې غونډې ته د مولوي ارسلان رحماني د وژنې په اړه معلومات ورکړي.
دغه راز مشرانو جرګې له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د مولوي ارسلا رحماني قاتلين ډېر ژر پيدا او د قانون منګلو ته يي دې وسپاري.
د مشرانو جرګې غړى او د سولې د عالي شورا د زندانيانو د کمېټې مشر مولوي ارسلا رحماني د غويي په ٢٤مه په کابل کې ناپېژانده وسلوالو وواژه.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د “ملا دادالله محاذ” په نوم يوې ډلې د ارسلا رحماني د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
په مشرانو جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وويل، چې مولوي ارسلا رحماني په مرموز ډول وژل شوى، خو حکومت يې د قاتلينو د نيولو لپاره ډېره پاملرنه نه ده کړې.
ارسلا رحماني له خپل کور څخه ملي شورا ته پر لاره د دهبوري څلورلارې ته څېرمه د د زړه په برخه کې په مرمۍ ويشتل شوى او ووژل شو.
امنيتي چارواکو ويلي، چې رحماني پر بې غږه تومانچې ويشتل شوى او د بريد په تړاو يو تن نيول شوى دى.
رهايي وويل، چې د رحماني قاتلين بايد ډېر ژر پيدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
خو هغه تور پورې کړ، چې په هېواد کې په دغه شان وژنو کې د ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان استخبارات لاس لري.
ده زياته کړه، چې حکومت بايد په افغانستان کې د “انفرادي ترور” مخه ونيسي؛ ځکه چې دغه کار د سياسي مشرانو لپاره ډېر خطرناک ثابتېداى شي.
په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمدداوود حساس وويل، چې امنيتي ارګانونه د افغانستان د سياسي مشرانو د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.
حساس د کورنيو چارو له وزير بسم الله محمدي او د ملي دفاع له وزير عبدالرحيم وردګ څخه غوښتنه وکړه، چې له خپلو دندو استعفى ورکړي.
په ياده جرګه کې د تخار استازي مولوي عبدالوهاب عرفان هم وويل، چې رحماني په مبهم ډول وژل شوى او امنيتي ارګانونه يې بايد وژونکي پيدا او مجازات کړي.
د هغه په وينا، د افغان دولت وسلوالو مخالفينو د هېواد د سياسي مشرانو د وژنې لپاره خپل تکتيک بدل کړى او بايد امنيتي ارګانونه يې په اړه اړين اقدامات وکړي.
عرفان زياتوي: “که هغوى خپل تکتيک بدل کړي او زموږ امنيتي ارګانونه يې کشف نه کړي، اخر هغوى خپل هدف ته رسېږي.”
وروسته د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل، چې د جرګې راتلونکې غونډې ته دې د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي او د ملي امنيت عمومي رييس رحمت الله نبيل حاضر شي او د مولوي ارسلا رحماني د وژنې په اړه دې معلومات ورکړي.
د مسلميار دغه خبره په جرګه کې د حاضرو غړو له خوا د لاسونو په پورته کولو سره تاييد شوه.
د مشرانو جرګې مشر زياتوي: “رحماني له يوې ژبې او يا يوه قوم سره تړلى نه و، هغه د افغان ولس سړى و او د قاتلينو پيدا کول او په سزا رسول يې زموږ د ټولو ګډه دنده ده.”
مسلميار زياته کړه، چې مشرانو جرګه به له حکومت سره يو ځاى په جدې توګه د مولوي ارسلا رحماني وژنه د خپلو صلاحيتونو په چوکات کې وڅېړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن