ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شیکاګو غونډه څو ساعته وروسته پیلېدونکې ده

20 May 2012 - 16:15
20 May 2012 - 16:15

شیکاګو (پژواک ۳۱ غویی): له ۲۰۱۴ زېږدیز کال وروسته په افغانستان کې د ناټو رول او د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل موضوع، هغه څه دي چې څو ساعته وروسته پیلېدونکې د ناټو سازمان تر ټولویه سرمشریزه غونډه کې به پرې بحث او په اړه يې پرېکړې وشي.

په شیکاګو کې د ناټو سازمان عمومي ویاندې وانا لونسکي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا په خپل ډول کې د ناټو تر ټولو لویه غونډه ده.

هغه زیاته کړه، چې په دې غونډه کې د تر ۶۰ پورې هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران او د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

د نوموړي په وینا، دغه راز په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون په ګډون د ګڼ شمېر نړیوالو سازمانونو مشران او استازي برخه اخلي.

ولسمشر حامد کرزى دوه ورځې مخکې له خپل پلاوي سره شیکاګو ته رسېدلی دی؛ د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري چې په وروستیو شېبو کې ورته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه، شیکاګو ته رسېدلی دی.

د ناټو سرچینې وایي، چې ولسمشر بارک اوباما هم پرون له ګڼ شمېر نورو ولسمشرانو سره شیکاګو ته رسېدلی دی.

دا غونډه چې د امریکا درېیم لوی ښار او د ولسمشر بارک اوباما په پلرني ټاټوبي شیکاګو کې جوړېږي، ورته ځانګړي امنیتي  تدابیر نيول شوي او یو شمېر هغه سړکونه چې د کنفرانس (غونډې) ځای ته نږدې دي، تړل شوي دي. 

د شیکاګو په نړیوال هوایي ډګر کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د مېلمنو د تګ راتګ ګڼه ګوڼه زیاته وه او په هوایي ډګر کې دننه د کنفرانس د ګډونوالو لپاره معلوماتي څانګې فعالې شوې وې.

لکه څرنګه چې دا د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لویه او مهمه غونډه ده، له ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه نیم زره خبریالان هم شیکاګو ته راغلي دي.

د کنفرانس خونې په څنډه کې په یوه پراخه ساحه کې د راغلو خبریالانو لپاره ځانګړی ځای جوړ شوی، چې د دوى له اړتيا سره سم ټولې اسانتياوې په کې برابرې شوې دي.

خبریالان د کنفرانس خونې ته نه پرېښودل کېږي او د کار په ساحه کې د لویو لویو تلویزیوني پردو له لارې معلومات ترلاسه کوي. 

په دې کنفرانس کې د افغانستان د دولتي پلاوي ترڅنګ یوه ډله خبریالان، د مدني ټولنې او ځوانانو ټولنې غړي هم راغلي دي.

پرون د ناټو سازمان سرمنشی انډس فوغ راسمون، له ټولې نړۍ څخه راغلو ځوانانو سره د لیدنې پرمهال ټینګار وکړ چې غواړي د ناټو غونډې له لارې افغانانو او نړۍ ته پیغام ورکړي، چې دوی له افغانستان سره په خپلو ژمنو کلک ولاړ دي.

افغانستان د دې غونډې درېیمه موضوع ده، چې په کې به تر ۲۰۱۴ زېږديز کال وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او دوی ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد، له یاد شوي کال څخه وروسته په افغانستان کې د ناټو او ایساف په رول او په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې د لاسته راوړنو د ساتلو په لارو چارو خبرې کېږي.

افغان ژورنالېست شفیق همدم وایي، چې دا غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، ځکه چې  د نړۍ په کچه په ټولو لویې او مهمې غونډه کې، نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه خبرې کوي. 

هغه پژواک اژانس ته وویل، چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام ځان ته اړولی او د دې غونډې پرېکړې د افغانستان راتلونکي په اړه ډېرې مهمې دي. 

د افغانستان د پلاوي یوه غړي پژواک اژانس ته وویل، چې د دې غونډې په څنډه کې به ولسمشر حامد کرزی د امریکا ولسمشر بارک اوباما ترڅنګ، له ګڼ شمېر نړیوالو مشرانو سره ځانګړې لیدنې هم ولري.

دغه راز د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري او د ناټو سرمنشي راسموسن ترمنځ لیدنه، چې ټاکل شوې سبا غرمه ترسره شي، هم مهمه ګڼل شوې ده. ویل کېږي چې د دې غونډې په ترڅ کې به د پاکستان له خاورې د ناټو د اکمالاتو په اړه مهمه پرېکړه وشي.

راسموسن پرون راغلو ځوانانو ته په خپله وینا کې وویل، چې له زرداري سره به په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو ختمولو په موخه سپینې خبرې وکړي.

بل لوري ته له تېرو دوو ورځو راهیسې په شیکاګو کې لاریونونه هم پیل شوي دي؛ لاریون کوونکي چې له نیویارک، واشنګټن او نورو سیمو راغلي دي، شمېره یې زرګونو تنو ته رسېدلې ده.

دوی د اقتصادي بحران له منځه وړلو او د جنګونو پر ضد شعارونه ورکول.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version