ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن: له افغانستانه په وتلو کې بېړه نه کوو

20 May 2012 - 22:46
20 May 2012 - 22:46

شيکاګو (پژواک ۳۱ غويی ٩١): د ناټو عمومي منشي وايي، دوی له افغانستان څخه د وتلو لپاره بېړه نه لري او خپل ماموريت ته به د ټاکل شوي مهالوېش له مخې دوام ورکړي.

انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې نن (د غويي ۳۱مه) د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو د سرمشريزې غونډې د پيل پر مهال په يوه خبري غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه چې دوى به له ټاکلي مهالوېش سره سم په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د فرانسې نوى ولسمشر فرانسوا اولانډ غواړي چې له ټاکلې نېټې څخه مخکې له افغانستان څخه سرتېري وباسي، وويل: ((دا د هغوی پرېکړه ده، خو موږ نه غواړو چې له افغانستان څخه په وتلو کې بېړه وکړو.))

راسموسن وويل چې د فرانسې ولسمشر په تېرو ټاکنو کې له خپل ولس سره ژمنې کړې دي او غواړي چې دا ژمنې بشپړې کړي.

خو هغه زياته کړه چې اولانډ ناټو ته ډاډ ورکړی چې دوی غواړي له افغانستان سره په نوې بڼه خپلومرستو ته ادامه ورکړي.

نوموړي په شيکاګو ښار کې د ناټو سرمشريزې په اړه وويل، چې په دې غونډه کې به له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو او ايساف پر رول او د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه پرېکړې کېږي.

دغه غونډه د امريکا پر وخت د يکشنبې په ورځ سهار ١١ بجې پيل شوه.

افغانستان د دې غونډې درېيمه موضوع ده، چې په کې به تر ۲۰۱۴ زېږديز کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د تمويل او دوی ته د مسووليتونو د لېږد له ياد شوي کال څخه وروسته په افغانستان کې د ناټو او ايساف رول او په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان او نړيوالې ټولنې د لاسته راوړنو د ساتلو په لارو چارو خبرې کېږي.

په شيکاګو کې د ناټو سازمان د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د تر ۶۰ پورې هېوادونو ولسمشران، لومړي وزيران او د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي.

د سرچيني له قوله، په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون په ګډون د ګڼ شمېر نړيوالو سازمانونو مشران او استازي برخه اخلي.

ولسمشر حامد کرزى دوه ورځې مخکې له خپل پلاوي سره شيکاګو ته راغلى، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري چې په وروستيو شېبو کې ورته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه، هم شيکاګو ته رسېدلى دی.

دا غونډه چې د امريکا درېيم لوی ښار او د ولسمشر بارک اوباما په پلرني ټاټوبي شيکاګو کې جوړېږي، ورته ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي او يو شمېر هغه سړکونه چې د کنفرانس (غونډې) ځای ته نږدې دي، تړل شوي دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version