ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: داخلي بريدونه مو د وتلو مهالوېش نه زيانمنوي

ناټو: داخلي بريدونه مو د وتلو مهالوېش نه زيانمنوي

author avatar
4 Sep 2012 - 16:25
ناټو: داخلي بريدونه مو د وتلو مهالوېش نه زيانمنوي
author avatar
4 Sep 2012 - 16:25

کابل (پژواک ١٤ وږى ٩١): د ناټو عمومي سرمنشي وايي،د افغان ځواکونو له خوا پر ناټو سرتېرو بريدونه د دواړو ځواکونو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي، خو دغه کار به د دې لامل نه شي، چې ناټو له مهالوېش څخه مخکې خپل سرتېري له افغانستانه اوباسي.

د ناټو عمومي سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې له رايټرز خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې کړي چې نن (د وږي ١٤مه) له دغه اژانس څخه خپره شوې ده.

هغه زياته کړې، چې ناټو سازمان په تدريجي ډول د امنيتي چارو مسووليت افغان ځواکونو ته سپاري او داخلي بريدونه به د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه د ناټو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش هېڅ اغېز ونه کړي.

راسموسن وايي: ((داخلي بريدونه د اندېښنې وړ موضوع ده، دا پېښې او بريدونه د افغان ځواکونو او د هغوى د همکارو بهرنيو ځواکونو ترمنځ د باور او اعتماد فضا کمزورې کوي.))

د نوموړي په وينا، په سيمه کې د ناټو قوماندانان ټول هغه مهم اقدامات په لاره اچولي دي، څو د دا ډول بريدونو مخه ونيسي.

د ناټو سازمان عمومي سرمنشي وايي: ((دا ډول وژنې د امنيت د لېږد پروسه خرابه نه کړي، زموږ موخې، ستراتيژي او مهالوېش به د پخوا په څېر هماغه ډول پاتې وي.))

راسموسن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د روان زېږديز کال په لومړيو اتو مياشتو کې د افغان ځواکونو په شاوخوا ٣٠ بريدونو کې د ناټو ٤٥ سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايي دي.

په دې ډول پېښو کې يواځې په اګسټ مياشت کې ١٥ تنه وژل شوي، چې دا بهرنيو سرتېرو ته تر نورو ډېره خونړۍ مياشت وه.

دغه ډول يو بريد تېره اوونۍ په اروزګان ولايت کې رامنځته شو، چېرې چې د ملي اردو يوه سرتېري درې اسټراليايي سرتېري ووژل، دوه يې ټپيان کړل او په خپله په تېښته بريالى شو.

د ناټو عمومي سرمنشي راسموسن وايي: ((زه وېره نه لرم، چې له دې ډول بريدونو سره به يو شمېر هېوادونه دې ته اړ شي، چې له ټاکلي مهالوېش څخه مخکې خپل سرتېري له افغانستان څخه اوباسي.))

دا په داسې حال کې ده، چې په کاپيسا کې د ملي اردو سرتېرو له خوا د فرانسوي سرتېرو تر وژلو وروسته د فرانسې ولسمشر له ټاکلي مهالوېش څخه مخکې د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان وکړ.

 دغه راز تېره مياشت په باميانو کې د پنځو نيوزيلينډي سرتېرو تر وژل کېدو وروسته دغه هېواد هم له مهالوېش څخه مخکې د خپلو سرتېرو د ايستلو اعلان کړى دى.

راسموسن وايي، ناټو هڅه کړې، چې د هغو شکمنو افغان داوطلبانو چې په ملي ځواکونو کې جذبيږي، مخه ونيسي او په دې برخه کې نور اقدامات هم کوي، خو په دې اړه يې نور جزئيات وړاندې نه کړل.

د يادونې ده، چې په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو هم دوه ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د نويو جزبېدونکو سيمه ييزو پوليسو د روزنې لړۍ يې درولې ده.

Views: 239

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.