کابل ښار (پژواک ٣١ غويى ٩١): د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استيناف محکمې د نشه يي توکو د قاچاق په تور ١١تنه له درې نيمو کلونو څخه تر ٢٠ کلونو پورې په بند محکوم کړل.
د دې مرکز وياند احمد خالد موحد، نن (د غويي ٣١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان د ننګرهار، هرات، کندوز، هلمند، بلخ او تخار ولايتونو اوسېدونکي دي او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو له هغوى څخه څه باندې ٣٩٠ کيلوګرامه هيرويين او ٤٨ کيلوګرامه ترياک کشف او ترلاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د نشه يي توکو او مسکراتو پر ضد د مبارزې د استيناف محکمې قضايي پلاوي، تورن کسان د استينافي غونډو په ترڅ کې د تعقيبي څارنوالانو او دفاع وکيلانو په شتون کې او کره اسنادو ته په کتو سره، له درې نيمو کلونو څخه تر ٢٠ کلونو پورې په حبس محکوم کړل.
دې محکمې د غويي په ١٧مه، د سروبي ولسوالۍ د جنايي مدير په ګډون ١٤کسانو ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور، له يو کال څخه تر شلو کلونو د بند سزا هم اورولې وه.
د پژواک اژانس د راپورونو له مخې، د روان کال له پيل څخه تراوسه يادې شوې محکمې څه باندې ٥٠ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور د بېلابېلو مودو په بند محکوم کړي دي.
همداراز د نشه يي توکو او مسکراتو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې تېر کال د نشه يي توکو د قاچاق په تور، ٦١٨کسان له يونيم کال څخه تر شلو کلونو بند محکوم شوي دي، چې په دې ډله کې امنيتي چارواکي، د (هند، ايران، تاجکستان او چين) هېوادونو وګړي او پنځه ښځې هم شاملې دي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې او د جرمونو د کنټرول ادارې (UNODC) د تېر کال د راپور له مخې، د طبيعي افاتو په ترڅ کې چې د نړۍ د کوکنارو کروندې يې زيانمنې کړې دي، افغانستان د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليد کړي و؛ په په داسې حال کې چې له دې څخه يو کال وړاندې يې د نړۍ ٨٢سلنه ترياک توليد کړي و.
د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا يو ميليون کسان په نشه يي توکو روږدي دي او د نشه توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، چې حکومت يواځې د يو سلنې د درملنې وړتيا لري؛ خو تر څو راتلونکو کلونو پورې به د روږدو کسانو د درملنې کچه څلوېښت سلنې ته لوړه شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن