جلال اباد (پژواک ٣١ غويی٩١): د جلال اباد ښار په دوو سيمو کې اورلګېدنې د لرګيو څلور زېرمې او لس دوکانونه سوځولي چې خلکو ته يې په مليونونو افغانيو تاوان اړولى دى.
د جلال اباد ښار د امنيت امر سمونوال عباد الله تلوار، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر څلور بجې په يوه وخت د ښار په دوو برخو چپرهار اډه او امانزاده ټاور کې د برېښنا د شارټۍ او په پخلنځي کې د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، په چپرهار اډه کې څلور د لرګيو زېرمې او په بلې سيمه کې ١٠ دوکانونه د اور خوراک شول.
نوموړي زياته کړه، چې د اور لګېدنې پرمهال جلال اباد ښار کې سخت باد وو، د اور وژنې لس ټانکرونه وتوانېدل اور تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د امنيت امر وويل، د امنيه قوماندانۍ اور وژنې، ملي اردو اور وژنې، ښاروالۍ اور وژنې او کرنې رياست د اور وژنې لس وسايط سيمې ته ورغلل.
د امنيت امر وويل، په دواړو پېښو کې چاته د سر زيان نه دى اوښتى، خو په اټکليز ډول ويلى شي چې لسګونه ميليونه افغانۍ زيانونه يې اړولي دي.
د جلال اباد ښار مخابراتو په څلور لارې کې د امانزاده ټاور د څلور پوړيزه ودانۍ مالک عزت الله پژواک ته وويل، چې د حنيف نومې يوه هټيوال په ګودام کې د برېښنا د شارټۍ له امله د دغه مارکېټ لس دوکانونه سوځېدلي دي.
عزت الله وويل، چې سوځېدلې دوکانونه د غاليو او سپورتي وسايلو دي.
د جلال اباد ښار تالاشۍ څلور لارې د لرګيو د يوه دوکان خاوند شېرولي نجار پژواک ته وويل، چې د دوى د لرګيو په زېرمتون کې اور له ګاز ډبې څخه لګېدلى چې دوه زېرمې يې په بشپړه توګه سوځولي او دوه نورې يې زيانمنې کړې دي.
نوموړي د اور وژنې پر رياست نيوکه وکړه، چې ژر سيمې ته ونه رسېدل او خلکو ته د مالي زيان کچه لوړه شوه.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د جلال اباد ښار په غاليو مارکېټ کې د اور لګېدنې له امله له سلو زيات دوکانونه سوځېدلي وو، چې شاوخوا څلور سوه ميليونه افغانۍ زيان يې اړولى و.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن