جلال اباد (پژواک ٣١ غويى ٩١): د اداري فساد پر ضد د مبارزې کمېسيون له لوري د لومړى ځل لپاره د ولايتي چارواکو د شتمنيو د ثبتولو چارې له ننګرهار څخه پيل شوې.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې د خپلواکې ادارې مرستيال عبدالرزاق داوي نن (د غويي ٣١مه) په جلال اباد کې جوړې شوې غونډې ته په وينا کې وويل، چې تر دې وړاندې په کابل کې د کابينې د ٢٥ وزيرانو او لوړپوړو دولتي چارواکو د شتمنيو ثبت چارې سرته رسېدلي دي؛ خو په ولاياتو کې يې د لومړي ځل لپاره دغه پروسه نن له ننګرهار ولايت څخه پيل شوه.
د هغه په وينا، د ولايتي شورا او ولايتي ادارې لوړپوړو غړو ته يې په دې اړه يو ورځنى سيمينار جوړ کړى، چې په پاى کې به له درېيم بست څخه پورته د ادارې د مشرانو ټول منقول او غير منقول جايدادونه په ځانګړو فورمو کې ثبت کړي.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې ادارې مرستيال ومنله، چې د اوسنۍ ادارې په لوړپوړو چارواکو کې هم فساد موجود دى، چې د دوسيو په بشپړېدو سره به يې څارنوالۍ ته په ګوته کړي.
نوموړي، سره له دې چې په فساد کې د ښکېلو خلکو له نومونو اخيستلو ډډه کوله، وويل چې د هېواد په ټولو ګمرکاتو، ښارواليو، ترانسپورټونو او مستوفيت ادارو کې فساد شته.
ده د پژواک د پوښتنې په ځواب کې، چې ولې د برېښنا د وزير اسماعيل خان د فساد په اړه اقدام نه کېږي؟ وويل چې ادارې يې د اسماعيل خان دوسيه تر غور لاندې نيولې ده.
داوي زياته کړه، په هرات کې چې اسماعيل خان په کوم کور کې اوسېږي، هغه د عبدالمجيد زابلي کور دى، چې د برېښنا وزير ورته قباله جوړه کړې او دغه قباله د دوى ادارې ته د منلو وړ نه ده.
نوموړي پر ولس او رسنيو غږ وکړ، چې په ادارې فساد کې د ښکېلو خلکو په پېژندلو کې دې ورسره مرسته وکړي.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، چې اداري فساد موخو ته د رسېدو په لار کې يو ستر خنډ دى.
هغه ژمنه وکړه، چې ولايتي اداره به په بشپړه توګه د فساد پر ضد خپلواکې ادارې سره مرسته وکړي، چې د شتمنيو فورمې په چارواکو ډکې او د هغوى شاليد ورته معلوم کړي.
په ختيځو ولاياتو کې د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مشرې نفيسې منصف پژواک اژانس ته وويل، چې دغه اداره د يوې سالمې ادارې لپاره کار کوي.
نوموړې زياته کړه، چې د ادارې فساد پر ضد ګامونه به له دوى سره مرسته وکړي، چې د چارواکو د ګومارنې او يا بدليدنې پرمهال دوى ته پوره معلومات په لاس کې ورکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن