ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فساد ضد دوه ادارې د فساد پر وړاندې د مبارزې له کمېسيون سره يوځاى شوې

4 Jan 2021 - 12:24
4 Jan 2021 - 12:24

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٩) : د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون ته د شتمنیو د ثبت ادارې او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرټریټ د لېږد هوکړه لیک لاسلیک شو.

د چارو ادارې له خوا د مرغومي په ١٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې د چارو ادارې لوی ريیس ډاکتر فضل محمود فضلي وویل، چې په جمهوري ریاست کې بېلا بېلو ادارو لکه د شتمنیو د ثبت ادارې، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړي سکرټریټ او بازرس ادارې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه فعالیت درلود.

هغه زياته کړې، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون له جوړېدو سره په لومړي پړاو کې د شتمنیو د ثبت اداره او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړی سکرټریټ دغه کمېسیون ته ولېږدول شول او د فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې تر واحد چتر لاندې راغلې.

د فضلي په وينا، د شتمنیو د ثبت اداره کې کافي ظرفیتونه رامنځته شوي، کمېسیون دې د دغه ریاست له ظرفیتونو پوره ګټه واخلي.

هغه وايي، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړی سکرټریټ، نړیوالې ټولنې او بنسټونو ته د فساد پر وړاندې د مبارزې ښه میکانیزمونه جوړ کړي، چې له دغو ظرفیتونو هم باید ګټه واخیستل شي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمېسیون ريیس څارنپال عبدالقیوم نظامي د دغه کمېسیون تر چتر لاندې د یادو ادارو د لېږد بهیر څخه په هرکلي سره وویل، چې له اداري فساد سره مبارزه یو ستونزمن، پېچلی او حساس کار دی او د کمېسیون یو پروګرام دا دی، څو موازي ادارې خپل چتر ته ولېږدوي.

هغه زیاته کړه، چې د دغو ادارو له شته ظرفیتونو د استفادې ترڅنګ به دا ظرفیتونه لا پیاوړي کړل شي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version