کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩١): د سوېلي زون يو شمېر قومي مشرانو، علماوو، د ملي شورا او سولې د عالي شورا غړو د مولوي محمد ارسلان رحماني د وژنې د غندلو ترڅنګ د هغه د قاتلينو د نيولو او مجازاتو غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې او د سولې عالي شورا غړى مولوي محمد ارسلان رحماني، د غويي د مياشتې په ٢٤مه سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د کابل پوهنتون په ساحه کې د ناپېژاندو وسلوالو په ډزو ووژل شو.
دا ناسته چې د سوېلي زون د شپږو ولايتونو (خوست، پکتيا، پکتيکا، غزني، لوګر او ميدان وردګو) د يو شمېر قومي مشرانو او ديني علماوو له لوري نن په کابل کې جوړه شوې وه، په لسګونو کسانو په کې ګډون درلود.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار په دې ناسته کې د رحمانې وژنه وغندله او زياته يې کړه، چې مولوي رحماني د هېواد د سولې د دښمنانو له لوري په مرموز ډول وژل شوى دى.
مسلميار له دولت څخه د رحماني د قاتلينو د نيولو غوښته وکړه او ويې ويل: “دا زموږ غوښتنه ده چې د رحماني صيب قاتلين بايد ونيول شي او په عام محضر کې په سزا ورسول شي.”
هغه له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې خپلو امنيتي چارو ته ځير او د هېواد د ملي او مخورو شخصيتونو په ساتنه کې دې ځانګړې پاملرنه وکړي.
ده وويل: “حکومت د هر افغان د وژنې مسوول دى، بايد د دې وژنو په اړه ټول ولس ته ځواب ورکړي.”
د سولې د عالي شورا مرستيال عبدالحکيم مجاهد هم په دې ناسته کې د رحماني وژنه وغندله او زياته يې کړه، چې نوموړي له هېڅ کومې سياسې ډلې او يا کوم هېواد سره ستونزه نه لرله.
هغه زياته کړه، چې رحماني د صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدينو عبوري حکومت پر مهال د حج او اوقافو وزير او تر هغه وروسته د استاد رباني په حکومت کې لومړى د حج او اوقافو وزير او وروسته د صدارت مرستيال وټاکل شو.
د ده په وينا، نوموړى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د لوړو زده کړو وزارت د مرستيال په توګه دنده تر سره کړې ده.
مجاهد هم د رحماني د وژنې د عاملينو د نيولو غوښتنه وکړه او ويې ويل: “موږ ټول په جديت له دولت نه غواړو چې د رحماني قاتلين مشخص، ګرفتار اوپه سزا دې ورسول شي.”
د خوست قومي مشر حاجي عبدالرحمن په نننى غونډه کې وويل، چې مولوي محمد ارسلان رحماني په هېواد کې د رښتونې سولې غوښتونکى و او په دې لار کې يې ډېرې قربانۍ ورکړې.
ده هم له دولت څخه د هېواد د ملي او مخورو شخصيتونو د وژنې د مخنيوي د غوښتنې ترڅنګ وويل: “موږ ټول په کلکه له دولت نه غوښتونکي يو چې د رحماني قاتلين معلوم، ګرفتار او په سخته سزا دې ورسوي.”
د غونډې په پاى کې پرېکړه ليک هم ولوستل شو.
په پرېکړه ليک کې راغلي: “له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې د شهيد مولوي صاحب ارسلان رحماني قاتلان ژر تر ژره ګرفتار او د الهي قانون په بنسټ يې مجازات او په سزا ورسوي.”
همداراز سرچينه زياتوي، چې د رحماني مرموزه وژنه له روانو وژنو سره څرګند توپير لري او دولت د نوموړي د امنيت په ساتلو او وژنه کې ګرم بولي.
په پرېکړه ليک کې له امنيتي ارګانونو غوښتنه شوې، چې خپلو مسووليتونه ته جدي پاملرنه وکړي او د رحماني د وژنې په اړه افغان ولس ته روڼ ځواب ووايي.
د دې پرېکړه ليک په پاى کې راغلي: “که دولت زموږ په مشروع غوښتنو او حقه حقوقو سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي، نو موږ به د ولسونو په ملګرتيا د خپلو روا غوښتنو د پوره کولو لپاره په مناسب وخت کې نور لازم او مناسب اقدامات ترسره کړو.”
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن