ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د شيکاګو غونډې دولت ته د اصلاحاتو راوستو پيغام درلود

22 May 2012 - 18:30
22 May 2012 - 18:30

کابل (پژواک ٢ غبرګولى ٩١): د مشرانو جرګې ځينې غړي او د چارو شنونکي وايي، د شيکاګو غونډې هسې پايله نه لرله، لکه چې تمه ترې کېده؛ خو د ځينو په اند، غونډې د ځينو لاسته راوړنو ترڅنګ دولت ته د اصلاحاتو راوستو پيغام درلود.

 په شيکاګو کې د ناټو د غړو او ځينو نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانو د چارواکو په ګډون، دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ پاى ته ورسېده. 

 د افغانستان حکومت ويلي و، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به هر کال افغان امنيتي ځواکونه ٤،١ ميليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا ولري، چې ٥٠٠ ميليونه به يې افغانستان برابروي او پاتې برخه لپاره به يې د شيکاګو په ناسته کې ژمنې وشي.

 د شيکاګو د غونډې په اعلاميه کې راغلي، چې له افغانستان سره به د امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره مرستې کوي؛ خو د مرستو کچه په کې معلومه نه ده.

 خو يو شمېر هېوادونو د شيکاګو تر غونډې څو ورځې مخکې او وروسته، له افغانستان سره خپلې مرستې څرګندې کړې دي.

 ناروې د افغانستان د بيارغونې لپاره هر کال د ١٢٥ ميليون ډالرو، المان په پوځي برخه کې د ١٩٠ ميليونو ډالرو، انګلستان د ١١٠ ميليونو ډالرو، استراليا تر ٢٠١٤ کال وروسته د درېيو کلونو لپاره د ٣٠٠ ميليونو ډالرو او پاکستان د ٢٠ ميليونو ډالرو د مرستې اعلان کړى دى.

د ناټو په ياده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د راتلونکي ۲۰۱۳ کال تر نيمايي پورې به د افغانستان د امنيتي چارو مسووليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي او په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه به د افغان ځواکونو لپاره حمايوي رول لري.

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې نړيوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پايه په تدريجي ډول له افغانستان څخه ووځي او يواځې روزونکې ډلې به يې پاتې شي.

په مشرانو جرګه کې د تخار استازي مولوي عبدالوهاب عرفان، نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، د افغانستان دولت او عامو افغانانو هيله لرله چې د شيکاګو په کنفرانس کې به د افغان ځواکونو د تجهيز او له هغوى سره د مالي مرستې په برخه کې پرېکړې کېږي.

دى وايي چې نړۍ اوس هم افغانستان ته د شک په سترګه ګوري او هڅې کوي، هغه هېوادونه خوشاله وساتي چې په سيمه کې د لوېديځې نړۍ په ګټه کار کوي.

هغه په دې اړه د کوم هېواد نوم ياد نه کړ.

د ده په اند، د افغانستان په قضيه کې ښکېل هېوادونه د افغانستان د ستونزې د حل په هڅه کې نه دي، بلکې خپلو سياسي موخو ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي.

په مشرانو جرګه کې د ډايکندي استازي علي اکبر جمشېدي وويل، سره له دې چې تراوسه د شيکاګو غونډې وروستۍ پايلې نه دي په ډاګه شوي؛ خو له لومړنيو پايلو يې ښکاري، څرنګه چې تمه ترې کېده، هسې پايلې نه لري.

هغه زياتوي: “زموږ يواځينۍ هيله له دې غونډې دا وه چې د اوږدې مودې لپاره د افغان ځواکونو د روزلو او تجهيز مسئله د ناټو غړي هېوادونه په غاړه واخلي او خپله دغه خبره د شيکاګو په غونډه کې اعلان کړي.”

ده وويل چې افغان حکومت بايد د خپلو ستونزو په برخه کې نړيوالو ته قناعت ورکړي، ترڅو هغوى ورسره مرستې وکړي.

خو په مشرانو جرګه کې د فارياب استازی سيدفرخ شاه جناب وايي، چې د شيکاګو غونډې د افغانستان لپاره مثبت ټکي هم درلودل.

دى وايي چې په ياده غونډې کې د ناټو د غړو هېوادونو ترڅنګ، يو شمېر نورو هېوادونو هم ژمنې وکړې چې هېڅ مهال به افغانستان يواځې نه پرېږدي.

جناب زياتوي: “زه تاسو ته ضمانت کوم، تر هغه چې ترهګر دلته موجود وي، هېڅ مهال به نړۍ افغانستان يواځې پرې نه ږدي.”

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوه، وويل چې نړيواله ټولنه بايد افغانستان يواځې پرې نه ږدي او که دا کار وکړي، نو له همدې ځاى څخه ورته ستونزې جوړېداى شي.

ده ټينګار کاوه چې په راتلونکو نورو غونډو کې بايد افغان دولت نړيوال دې ته اړ کړي، چې له افغانستان سره هر راز مرستې وکړي.

سياسي کارپوه احمد سعيدي وايي، چې په شيکاګو کې د ناټو سرمشريزه هيله بښونکې وه او افغانستان ته يې ځينې لاسته راوړنې درلودې؛ خو زياتوي، څنګه چې ترې افغان دولت تمه لرله، هسې نه وه.

د سعيدي په باور، په غونډه کې د هيلې خبره دا وه چې نړيوالې ټولنې ژمنه وکړه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به هم له افغانستان سره په مستقيم يا غير مستقيم ډول مرسته کوي.

دى وايي چې المان، استراليا، انګلستان او ځينو نورو هېوادونو ژمنه وکړه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به  له افغانستان سره مرستې کوي.  

خو سعيدي زياتوي، چې دا مرستې به د افغانستان په دولت کې د فساد د له منځه وړلو او د مرستو په لګولو کې په روڼوالي پورې تړلې وي.

سعيدي زياته کړه، چې مرسته کوونکو د افغانستان له دولت څخه د فساد، رشوت او اختلاس د ورکولو ژمنه اخيسته ده.

 د ده په وينا، که د افغانستان دولت په شيکاګو کې کړې ژمنې پلې نه کړي، نو له نړيوالو د مرستو تمه هم نه شي کېداى. 

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن ويلي، له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو  شرط دا دى، چې مرستې په شفافه توګه ولګول شي.

سعيدي همداراز تر ٢٠١٤ کال وروسته هم، له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې د ملاتړ ژمنه د دې غونډې لاسته راوړنه بولي او وايي: “نړيواله ټولنه تراوسه دا تيارى نه لري چې موږ دې په دښته کې يواځې پرېږدي.”

خو د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير صافى وايي، چې د شيکاګو کنفرانس لاسته راوړنه د عامو افغانانو د هيلو انعکاس وو، چې نور نو په ټينګه او په نړيواله کچه د افغانستان له دولت څخه اصلاحات وغواړي.

د صافي په باور، د افغانستان دولت په تېر کې تل د اداري فساد د ورکولو، اصلاحاتو او شفافيت رامنځ ته کولو ژمنې کولې؛ خو دغه ژمنې يې پلې نه کړې.

د ده په باور، له همدې امله د تېرو کنفرانسونو په څېر، هسې چې د افغانستان د دولت تمه وه، په دې کنفرانس کې د مرستو  ښکاره ژمنې ونه شوې.

صافي زياته کړه: “تراوسه چې هرڅه ورکړل شوي، دوى (د افغانستان دولت) منلي، بيا يې نه دي عملي کړي؛ همدغه يې نتيجه وه چې دغسې يو سوړ کنفرانس و.”

د هغه په باور، د کنفرانس له پايلو ښکاري چې ګډونوالو يې د افغانستان دولت ته د اصلاحاتو د راوستو پيغام ورکړ او ورته څرګنده يې کړه، چې مرستې به يې نور د افغانستان په دولت کې په اصلاحاتو پورې تړلې وي.

وسلوالو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د شيکاګو کنفرانس په اړه ويلي، لکه څرنګه چې د امريکا د متحدينو تمه وه چې په دې کنفرانس کې به د کابل له ادارې سره د لويو مالي مرستو اعلانونه وشي، هغسې ونه شول.

سرچينه زياتوي چې د دې غونډې په اعلاميه کې، برعکس هغه خبرې بيا بيا تکرار شوې چې ټولو په ځلونو اورېدلې وې او د بيا اورېدو اړتيا يې نه ليدل کېده.

طالبان وايي، په دې تکراري خبرو کې د ۲۰۱۴ کال تر پايه د بهرنيو ځواکونو (محاربو عسکرو) وتل، د هغوى د لږ شمېر روزونکو عسکرو پاتې کېدل او “څو نورې له حقيقته لرې، غولوونکې، نمايشي او تشې ادعاوې” شاملې دي.

 اباسين زهير او  صميمي

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version