ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانان د شيکاګو له غونډې بېلابېلې غوښتنې لري

19 May 2012 - 16:39
19 May 2012 - 16:39

کابل (پژواک٣٠ غويى ٩١): ځينې افغانان وايي، د شيګاګو په ناسته کې دې د افغان ځواکونو پياوړتيا ته ډېره پاملرنه وشي؛ خو ځينې نور بيا تر هر څه وړاندې په هېواد کې د ملکي تلفاتو او جګړې درېدل غواړي.

يو شمېر نور افغانان بيا وايي، د شيکاګو په غونډه کې دې په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو د مخنيوي او د سولې پروسې پر مخ بېولو په اړه خبرې وشي او کېدونکې مرستې دې داسې تنظيم شي، چې شخصي جيبونه ته لاړې نه شي.

ټاکل شوې چې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه سبا په شيکاګو کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو په ګډون د نړۍ د يو شمېر هېوادونو، ملګرو ملتونو سازمان، نړيوال بانک او نورو نړيوالو سازمانانو تر ٦٠ زيات مشران ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د غونډې ګډونوال تر ٢١٠٤ زېږديز کال وروسته، د افغان امنيتي ځواکونو د تجهيز او روزنې لپاره خپلې ژمنې اعلان کړي.

د کابل اوسېدونکي ٢٣ کلن حميدالله عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ناټو غړي هېوادونه بايد د شيکاګو په ناسته کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو اړتياوو ته په کتو سره، د دې ځواکونو د پوره تجهيز او تمويل ژمنه وکړي.

د عظيمي په باور، په دې سره به له يوې خوا افغان ځواکونه په سمه توګه امنيتي چارې پرغاړه واخلي او له بلې خوا به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو بريالي وتلو ته لاره هواره شي.

حميدالله وويل چې د افغانستان دولت هم بايد تضمين ورکړي، چې ورسره کېدونکې مرستې په سمه توګه لګوي.

د ده په وينا، د شيکاګو په ناسته کې بايد د افغانستان د هوايي ځواک تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وشي، چې په تېرو کلونو کې ورته هېڅ پام نه دى شوى.

د کابل بل اوسېدونکى محمدحامد غالب، په داسې حال چې د ناټو سرمشريزه د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکې بولي، وايي، د يوه افغان په توګه غوښتنه لري چې نړيواله ټولنه او په ځانګړي توګه د امريکا متحده ايالتونه له افغان امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ او پياوړتيا لپاره څرګندې او رښتيني ژمنې وکړي.

غالب وايي، په دې ناسته کې بايد د افغان ځواکونو د داسې تجهيز ژمنه وشي چې وکولى شي په يواځې سر د بهرنيو تېريو ځواب ورکړي.

د ده په اند، دې موخې ته د رسېدو يواځينۍ او مهمه لاره د هوايي ځواک  فعالول دي.

سرچينه زياتوي چې په دې کنفرانس کې د افغان هوايي ځواک د پياوړتيا په اړه بايد  ځانګړې پرېکړې او ژمنې وشي.

هغه وايي، ترڅو چې دا ځواک پياوړی نه شي، افغان ځواکونه په پښو نه شي درېدلی.

غالب د افغانستان له حکومت څخه غواړي، چې په دې ناسته کې د خپلو امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او لاسته راوړنو ترڅنګ د کمزورتيا او اړتياوو په اړه هم حقايق په ډاګه کړي او تر نورو ډېر يې په خپله اصلاحاتو ته ژمن شي.

د هرات د ګذرې ولسوالۍ د کرنې يوه مامور په پښو معيوب سيد عبدالحکيم وويل، چې دا ډول کنفرانسونه بايد تر هرڅه وړاندې جګړه پاى ته ورسوي، ترڅو د بېګناه افغانانو د وينو تويېدنه بنده شي.

عبدالحکيم چې له سترګو يې اوښکې روانې وې، وويل چې د يوه پوليس زوى په ګډون يې د کورنۍ پنځه غړي په جګړو کې وژل شوي دي؛ نو ځکه خو ده او ټولو هغو کسانو ته چې جګړې يې د کورنۍ غړي او خپلوان ترې اخيستې، تر هرڅه د مخه د جګړې بندېدل غواړي.

 هغه د شيکاګو کنفرانس په اړه زياتوي: “د دې کنفرانسونو له لارې نه دا چې جګړه پاى ته نه رسېږي، بلکې فاسد چارواکي يې له مرستو د ځان جېبونه ډکوي، چې تر هرڅه وړاندې يې مخنيوي ته اړتيا ده.”

د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې د کابلشاه سيمې اوسېدونکى حاجي عنايت الله، چې د خوراکي توکو پلورنځى لري، وايي، د شيکاګو په غونډه کې دې له امنيتي برخې سربېره د هېواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره د يوه منظم ميکانېزم له مخې د بنسټيزو مرستو ژمنې وشي.  

دى وايي، نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې خپلې مرستې پر هغو لارو چارو ولګوي، چې له مخې يې افغانان د اوږدمهال لپاره په کار او روزګار بوخت پاتې کېږي او له دې لارې جګړه پاى ته رسېداى شي.

د کندهار ښار د درېيمې ناحيې د قاضي غلام کوڅې اوسېدونکى سميع الله بيا وايي، په دې غونډه کې دې د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان فشار راوړل شي او له هغوى دې ضمانت واخيستل شي، چې په هېواد کې لاسوهنه نه کوي او د مخالفينو له ملاتړه لاس اخلي.

د ده په خبره، دا چې په هېواد کې د امنيتي واک د لېږد تر څنګ ډېر څه افغاني کېږي، په کار ده د جګړو د پاى ته رسېدو او تلپاتي امنيت په موخه بنسټيزې پرېکړې وشي، ترڅو دغه پروسه ناکامه نه شي او ادارې له نويو ګواښونو سره مخ نه شي.

دى وايي، چې په دې ناسته کې بايد نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په شتون کې د ملکي تلفاتو د مخنيوي په برخه کې هم سپينې خبرې او پرېکړې وکړي.

 د سميع الله په خبره، ملکي تلفاتو پر نړيوالو د افغانانو باور راکم کړى او بايد د شيکاګو په ناسته کې دې موضوع ته د جګړې د اوږدولو د لامل په توګه وکتل شي او د حل لارې چارې يې وموندل شي.

د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکى همت الله همت وايي، چې ولسمشر حامد کرزى بايد د شيکاګو په غونډه کې له طالبانو سره د سولې په اړه خبره راپورته کړي.

دى وايي، کرزى بايد په دې ناسته کې له ګډونوالو وغواړي، چې پر ګاونډيو هېوادونو فشار ډېر کړي، ترڅو د وسلوالو مخالفينو له ملاتړه لاس واخلي.

همت وويل، که بهرني ځواکونه رښتيا غواړي د افغانستان جګړه پاى ته ورسوي او په برياليتوب سره له افغانستان څخه ووځي، نو د افغان ځواکونو تجهيز او تمويل ته بايد ځانګړى پام وکړي او کړې ژمنې پلې کړي.

د ننګرهار کانال يوولسمې ويالې يو اوسېدونکى مشتاق احمد، بيا د شيکاګو د کېدونکو پرېکړو پر پلي کولو بې باوره دى.

د ده په وينا، که د شيکاګو په کنفرانس کې د  افغان ځواکونو د تمويل خبره مهمه ده، خو   په تېر کې هم بهرنيانو له افغانستان سره کړې ژمنې سمې نه دي عملي کړي.

دى وايي چې ولسمشر کرزى بايد له افغانستان سره د کېدونکو ژمنو پر پلي کولو ټينګار وکړي.

د کندوز ښار اوسېدونکى ليکوال رحمت الله همنوا وايي چې د شيکاګو ناستې جوړېدل، له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې اوږدمهاله ملاتړ او ملګرتيا څرګندوي.

همنوا وويل: “زموږ اندېښنه دا وه چې که نړيواله ټولنه موږ يواځې پرېږدي، نو ښايي چې بيا کورنۍ جګړې پيل شي او طالبان بيا پر هېواد واکمن شي؛ نو له همدې لپاره هم دا ناسته مهمه ده.”

٤٠ کلن نصيراحمد چې په کندوز ښار کې ټکسي چلوي، وايي چې له داسې کنفرانسونو د افغانستان خلک هېڅ هيله نه لري، ځکه چې کېدونکې مرستې بيا هم د ملت پرځاى د ځينو چارواکو شخصي جيبونو ته لوېږي.

نصيراحمد زياتوي: “وروره! که لنډ درته ووايم، ترڅو چې موږ افغانان په خپلو کې سره يو نه شو، خپل هېواد ته رښتيني نه شو، په خپل هېواد زړه ونه سوځوو او له جګړې لاس وانخلو، په دې کنفرانسونو نه حل کېږي، يواځې د څو کسانو جيبونه ډکېږي او بس.”

د باميانو اوسېدونکى شاعر او ليکوال محمد ابراهيم تولا، په داسې حال کې چې د شيکاګو ناسته د افغانستان په ګټه بولي، وايي چې نړيواله ټولنه بايد يوځل بيا په دې کنفرانس کې ژمنه وکړي، چې له افغانستان سره به د اوږدې مودې لپاره ملګرى وي.

ده همداراز وويل، نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې له يوه داسې سالم حکومت څخه ملاتړ وکړي، چې ټولې خواوې په کې شاملې وي، ترڅو په راتلونکي کې د کورنيو جګړو مخه ونيول شي.

 په باميانو کې د مدني ټولنې يو فعال عبدالله برات بيا وايي، چې نړيواله ټولنه بايد په شيکاګو ناسته کې په غور سره خپلې پاليسۍ وڅېړي او خپلې غلطۍ اصلاح کړي.

ده ونه ويل چې د بهرنيانو غلطۍ کومې دي، خو زياته يې کړه، دغه ناسته به هله بريالۍ وي چې په افغانستان کې د ټولو خواوو غوښتنو ته پام په کې وشي، ترڅو بهرني ځواکونه په ښه توګه او ژر له افغانستان څخه ووځي.

ټاکل شوې چې د ناټو دوه ورځنۍ سرمشريزه سبا په شيکاګو کې جوړه شي او ګډون کوونکي به تر ٢١٠٤ زېږديز کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د تجهيز او روزنې لپاره خپلې ژمنې اعلان کړي.

ولسمشر حامد کرزى، نن د يوه لوړپوړي دولتي هيئت په مشرۍ چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر هم ورسره دى، په يادې ناستې کې د ګډون لپاره شيکاګو ته ورسېد.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version