ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شيکاګو اعلاميه: له ۲۰۱۳ وروسته به ټول جنګي عمليات افغان ځواکونه کوي

22 May 2012 - 07:18
22 May 2012 - 07:18

شيکاګو (پژواک، ٢غبرګولى ۹۱): د امريکا په شيکاګو ښار کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ۲۰۱۳ کال تر نیمایی پورې افغان امنيتي ځواکونو ته د واک د سپارلو پروسه پاى ته ورسېږي او له هغې وروسته ټول جنګي عمليات به افغان ځواکونه ترسره کوي.

د ناټو سرمشريزه غونډه پرون د ۶۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د مشرانو په ګډون پيل شوې وه او د امريکا پر وخت نن مازيګر پاى ته ورسېده.

په دې غونډه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د ملي دفاع او بهرنيو چارو وزيران، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر سپنتا او د امنيت د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د افغانستان په استازيتوب برخه اخيستې وه.

د دې غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو سازمان په اړه خبرې وشوې، خو په دويمه ورځ دا غونډه د افغانستان موضوع ته ځانګړې شوې وه، چې په کې د ناټو سازمان اړوند د ۲۸ غړو هېوادونو او ۳۰ غير ناټو هېوادونو ولسمشرانو او لومړي وزيرانو په کې برخه اخيستې وه.

په اعلاميه کې راغلي، چې د ناټو سرمشريزې د هغې پرېکړې تاييد وکړ، چې د دوى د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو تېره مياشت په بروکسل کې کړې وه.

د دې پرېکړې له مخې، د ۲۰۱۳ کال تر نیمایی پورې به د افغانستان ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي او له هغې وروسته به همدغه ځواکونه جنګي عمليات هم ترسره کوي، خو نړيوال ځواکونه به يې ملاتړ کوي.

په اعلاميه کې راغلي، چې په ۲۰۱۴ کال کې به په افغانستان کې د ناټو او ايساف ماموريت پاى ته ورسېږي، خو له هغې وروسته به د ناټو نوى ماموريت په نوې بڼه سره پيل شي.

اعلاميې زياته کړې، چې د نوي ماموريت کارونه به غير نظامي وي او ډېره پاملرنه به د افغان ملي ځواکونو ښوونې او روزنې ته وشي.

د ناټو کنفرانس په اعلاميه کې دغه راز يادونه شوې، چې د افغان ملي ځواکونو د شمېرې د کموالي پرېکړه به د افغانستان حکومت له نړيوالې ټولنې سره په مشوره ترسره کوي.

سرچينې زياته کړې، چې په اټکليز ډول به د افغان ملي ځواکونو شمېره چې ټاکل شوې د روان کال تر پايه پورې ۳۵۲زرو ته ورسېږي، بېرته ۲۳۰زرو ته راټيټه شي، چې دې شمېرې ته د کال پر سر ٤،١ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده.

په اعلاميه کې راغلي، چې ځينو هېوادونو له دې مخکې او ځينو يې د دغه کنفرانس په ترڅ کې ژمنې کړې او پاتې نور به يې په راتلونکو دوو کلونو کې په يادو پيسو کې د خپلې برخې په اړه اعلانونه وکړي.

له دې مخکې ولسمشر بارک اوباما د دغه دوه ورځني کنفرانس په پاى کې د خپلې وينا پر مهال دغه کنفرانس بريالى وباله.

هغه د افغانستان په اړه وويل، چې دوى نه غواړي په افغانستان کې اوږودمهاله پاتې شي.

اوباما وويل: ((په افغانستان کې اوږودمهاله پاتې کېدل افغانانو او موږ لپاره په ګټه نه دي.))

نوموړي وويل، چې افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو له سپارلو سره دې ته زمينه برابرېږي چې امريکايي ځواکونه له دغه هېواد څخه ووځي.

هغه زياته کړه، وروسته له هغه چې په ۲۰۱۴ کال کې ناټو له افغانستان څخه ووخي، امريکا به افغانستان او افغانان يواځې نه پرېږدي.

ولسمشر حامد کرزي له ولسمشر اوباما سره د ليدنې پر مهال د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ وويل، چې افغانستان نور نه غواړي د نړيوالو د اوږو بار وي.

که څه هم د ناټو او امريکا چارواکي دغه کنفرانس بريالى بولي، خو په شيکاګو کې ځينو خلکو بيا دغه باور درلود، چې دغه غونډه ولسمشر بارک اوباما د خپل انتخاباتي کمپاين لپاره جوړه کړې وه او د افغانستان په اړه يې په کې کوم ځانګړى اعلان او پرېکړه ونه کړه.

 

په شيکاګو کې د ناټو سرمشريزې د اعلاميې بشپړ متن دلته ولولئ!

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version