ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د غبرګولي په شپږمه پر ستراتيژيک سند بحث کوي

23 May 2012 - 16:53
23 May 2012 - 16:53

کابل (پژواک ٣ غبرګولى ٩١): د غبرګولي په شپږمه به ولسي جرګه د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پر سند بحث وکړي.

د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک،تېره مياشت د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لاسليک شو او د افغانستان د اساسي قانون له مخې ملي شورا ته د تصديق لپاره استول شوى دى.

ولسي جرګې په داسې حال کې پر دې سند بحث د شنبې ورځې په اجنډا کې شامل کړ، چې تېره ورځ د جرګې د يو شمېر کمېسيونونو مشران د جرګې د رييسانو د کمېټې له غونډې له دې امله د اعتراض په ډول ووتل، چې اداري پلاوي په روانه اونۍ کې پر ياد سند بحث په اجنډا کې نه نيوه.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې هم،د جرګې يو شمېر غړو ټينګار کاوه چې ياده موضوع دې ژر په اجنډا کې ونيول شي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريه بارکزۍ يو له يادو کسانو څه وه.

هغې وويل، تر هغه چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د سند برخليک نه وي معلوم شوى، امريکا له افغانستان سره مرستې کولو ته زړه نه ښه کوي.

د بارکزۍ په وينا، د دې سند تاييد په دې هم مهم دى چې په دې کار سره به د امريکا د ډېرو خپلسريو مخه هم ونيول شي.  

په دغې جرګه کې د پنجشېر استازي ظهير سعادت هم ټينګاره کاوه، چې ولسي جرګه بايد هر څه ژر پر دې سند بحث په اجنډا کې شامل کړي.

د ده په اند، په هېواد کې ټولې ناامنۍ پر همدې سند پورې تړلې دي او بايد ژر يې برخليک معلوم شي.  

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د ولسي جرګې ٧٠ غړو په ليکني ډول او حکومت هم دوه ځلې د رسمي مکتوب په ترڅ کې له جرګې غوښتنه کړې، چې دغه موضوع په اجنډا کې شامله کړي.

خو هغه زياته کړه، تېره ورځ د ولسي جرګې د اتلس ګونو کمېسيونونو مشرانو او اداري پلاوي د يوې اونۍ لپاره اجنډا جوړه کړې، چې له مخې يې د شنبې په ورځ د ارشاد، حج او اوقافو وزير استيضاح کېږي.

ابراهيمي وويل، چې د رييسانو کمېټه به په راتلونکې اونۍ کې په دې اړه تصميم ونيسي.

 د جرګې د رييس له دې خبرې وروسته، ګڼ شمېر وکيلان پر خپلو ځايونو ودرېدل او د مېزونو په ډبولو يې لاس پورې کړ.

خو وروسته د ولسي جرګې رييس وويل، چې په دې اړه به همدا نن د جرګې د غړو رايه واخيستل شي.

  د جرګې له حاضرو ١٣٠ غړو څخه ١٢٨ تنو رايه ورکړه، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو پر سند بحث دې  د راتلونکې شنبې ورځې په اجنډا کې شامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو مخکې ويلي، چې په کابل کې د ايران سفارت د دې لپاره د ملي شورا له ځينو غړو سره ليدنې کوي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند د تصويب مخه ونيسي.

د ستراتيژيکو همکاريو ياد شوى سند د ملي شورا د دواړو مجلسونو د بهرنيو چارو کمېسيونونو تاييد کړى دى.

د امريکا متحده ايالتونو او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو په هوکړه ليک کې امريکا د افغانستان ملي حاکميت ته د احترام او له دې هېواد سره د مرستو ژمنه کړې او ويلي يې دي، په افغانستان کې د دايمي پوځي تاسيساتو د جوړولو په لټه کې نه دى.

د سراتيژيکو همکاريو سند په يوه برخه کې راغلي: ((په افغانستان کې د امنيت او ثبات د ټينګښت، له سيمه ييز او نړيوال ثبات سره د مرستې، له القاعده او ورپورې تړليو ډلو سره د مبارزې په منظور او هم د افغانستان د ملي حاکميت، امنيت او ارضي تماميت پر وړاندې د موجوده ستونزو او تهديداتو د دفع لپاره د افغانستان د توان د زياتولو په منظور د جانبينو د پرېکړې له مخې د دفاعي او امنيتي تدابيرو له لارې دواړه لوري خپلو هڅو ته همدا شان دوام ورکوي.))

په لاسليک شوي هوکړه ليک کې د امريکا متحده ايالتونو ټينګار کړى، چې په افغانستان کې د دايمي پوځي تاسيساتو د جوړولو په لټه کې نه دى او نه هم د داسې حضور هڅه کوي، چې د افغانستان ګاونډيانو ته ګواښ ورپېښ کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version